ټولنیزه برخه

دا هغه محمود غزنوي دی چې…

غلام عمر عبدالله

مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله فرمايي:
د سلطان محمود غزنوي رحمه الله مخالفين نوموړی په دې تورنوي چي ګويا غزنوي رحمه الله اسلامي خاوري ته د ظلم/توري په زور پراختيا ورکړې وه، په داسي حال کي چي حقيقت داسي نه دی.

کله چي سلطان محمود رحمه الله پر هندوستان حمله وکړه د حملې وروسته یو شمېر هندوان د بنديانو په توګه په اسارت ونيول شوه، چي بيا غزنوي رحمه الله له ځان سره غزني ته انتقال کړل. په اسيرانو کي يو ډېر هوښيار او زيرک غلام هم ؤ.

سلطان محمود رحمه الله نوموړی غلام ازاد کړ او هغه ته يې مختلف علوم او فنون ور زده کړل.
کله چي ازاد کړل شوي غلام درسونه خلاص کړل، نو د غزنوي رحمه الله د حکومت په دربار کي يې لويه دنده ترلاسه کړه، تر دې چي وروسته بيا د يو لوی اسلامي ملک پاچا شو.

کله چي سلطان محمود رحمه الله نوموړي ته د پاچهۍ تاج ور پر سرکاوه نو هغه ډېر وژړل.
غزنوي رحمه الله ورته وويل: ته ولې ژاړې؟
نن ورځ ستا لپاره د خوشحالۍ ورځ ده خو ته ژاړې؟

ازاد کړل شوي غلام ورته وويل: زه چي کله ماشوم وم نو په هندوستان کي مو ستا د يرغل او حملې خبري اورېدلې.

زموږ د سيمي خلکو ستا په اړه د ظلم او وحشت ډېري دردونکي خبري کولې.

تر دې چي ستا د ظلم او وحشت اوازو زموږ پر ښځو او ماشومانو ډېر اغېز وشېندی. کله چي به ميندو خپل ماشومان ډارول نو ستا نوم به يې ورته اخيستی، حتی زما خپلي مور به لا زه ستا په نامه سره ډارولم.

نو ما دا فکر کاوه چي ته به يو ډېر ظالم او خونخواره انسان يې.

کله چي تا زموږ پر سيمي حمله وکړه او زه په اسارت ونيول شوم زه داسي ډارېدلم نږدې ؤ چي له ډېري وېري څخه مي روح قبض شي. خو ستا د دښمنانو د خبرو بر خلاف تا زما سره ډېره ښه رويه او بهترين چلند وکړ، حتی نن ورځ زما پر سر د پاچهۍ تاج اېښودل کېږي.

نو اوس مي ځکه وژړل ما ويل: ای کاش!
چي زما مور ژوندۍ او دلته يې حضور لرلای او ما ورته ويلي وای: چي ای موري!

وګوره دا هغه محمود غزنوي دی چي تا به زه د ده په نامه سره ډارولم.
[اشرف الجواب – (د محلدينو او بدعتيانو شبهاتو ته عقلي ځوابونه)].

يقيناً!
اسلام دی چې انسان له غلامۍ څخه سردارۍ او پاچاهۍ ته رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx