ټولنیزه برخه

علماوو ته!

حامد افغان

د فېسبوک ویډیو برخه مې راواړوله، یو ځای د علماوو مناظره وه، دیوبندیان او بریلویان وو، بله ویډیو کې د سلفیانو او بلې کومې ډلې ملایانو لستوڼې اچول، یوه بله کې پنجپیریان خپلو کې سره نښتي وو، بله ویډیو کې د پاکستان سیاسي ملایانو شیراني او فضل الرحمن د ځان پر ستاینه او بل غندنه بوخت وو، او داسې نور…

ذهن ته مې د علي رضي الله عنه یو اثر راغی ، چې ځینو حدیث هم ګڼلی، هغه کې راغلي: داسې زمانه به راشي چې له اسمانه لاندې مخلوقاتو کې به ترټولو شریر خلک د هغوی عالمان وي! له دوی به فتنه راوځي او په دوی به ورګرځي. علماؤهم شر مَن تحت أديم السماء ، مِن عندهم تخرج الفتنة وفيهم تعود. رواه ابن عدي في “الكامل” (4/227)، والبيهقي في “شعب الإيمان” (3/317-318)

د خراسان او نړۍ محدث او امام عبد الله بن المبارک رحمه الله عالمان او قاریان د ښار او وطن مالګه (ملح البلد) بللي. نوموړی عالمان او قراء مخاطبوي او خورا حکیمانه خبره ورته کوي، چې اې د عالمانو ډلې! اې د ښار مالګې! کله چې مالګه خرابه شي هغه بیا نه سمېږي.

يــا معشر القـراء يـا ملح البلد
ما يصلح الملح إذا الملح فسد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx