افغانستان

دایکندي: د دولتي عسکرو هوايي برید کې ۲ ډاکټران وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): پر ملکي ولسي خلکو د «ړندو» بمباریو په ترڅ کې دولتي عسکرو داځل په دایکندي ولایت کې ولایت ولسي خلک بمبار کړي، چې له امله یې د دوو ډاکټرانو په ګډون ۳ تنه ولسي خلک وژل شوي دي.

د سیمې خلک او طالبانو رسنیو ته ویلي، دولتي عسکرو د ګیزاب ولسوالۍ په «ملک حضرت» او «سیدانو درې» سیمو کې د تصفیوي عملیاتو او تلاشۍ په پلمه د خلکو کورونه تر هوايي او ځمکنیو بریدونو لاندې راوستل.

سرچینې وايي، دولتي عسکرو په دغه مهال د دوو کلیوالي ډاکټرانو په ګډون ۳ تنه ملکیان وژلي او د استوګنې ۹ بابه کورونه یې ویجاړ کړي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو په ولسي خلکو او تعلیمي مراکزو «ړندو» بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې.

تیره شپه په پکتیا او خوست ولایتونو کې هم دولتي عسکرو د شپنیو چاپو پرمهال د یو زده کوونکي په ګډون ۳ تنه ولسي خلک په خپلو کورونو کې ووژل او د خلکو زیاته اندازه نقدي مالونه یې هم ولوټل.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تیر میلادي کال کې د ۷۱ سلنه ملکي تلفاتو پړه پر دولتي عسکرو واچوله او له نړیوالو بشري او حقوقي سازمانونو یې ددغو «بشري جنایاتو» د غندلو او بندولو غوښتنه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx