نړۍ

بان کی مون بشارالاسد باندي ږغ کړي چي له زورزیاتي څخه لاس واخلي

Ban-_Ki-Moon(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۷) دملګروملتونو سرمنشي بان کی مون دسوریی په ولسمشر بشارالاسد باندي ږغ کړي چي دسوریی داولس په وړاندي دي له عسکري زور اوزیاتي څخه لاس په سرشي.

دملګروملتونو له دفتر څخه به صادر شوی بیان کی راغلی دی چي ښاغلي بان کي مون دسوریی له اولسمشر بشارالاسد سره ټلفوني خبري کړی دي، اونوموړي دنړیوالی ټولني له لوري له اندیښنو څخه خبرکړی دي، نوموړی زیاته وی په دی وروستیو کي دسوریی حکومت دنظام په خلاف دراپورته شویو وګړو په وړاندي په سخت عکس العمل باندي لاس پوري کړي،

چي دسوریی دغه عمل نه داچي نړیوالی ټولني سره اندیښنه پیداکړي ده بلکه زه خله هم له غم اوغوصي سره مخ شوی یم، دتلفونی خبرو پرمهال بان کی مون بشارالاسد باندي ږغ وکړچي دسوریی داولس په وړاندي دي له زور اوځواک نه لاس په سرشي.

دروان کال داپریل دمیاشتي له لومړیو څخه بیاتراوسه پوری دا اول ځل دی چي دملګرو ملتونو سرمنشي دسوریی له اولس مشر بشارالاسد سر ټلفوني خبري کوي، دملګرو ملتونو ددفتر له لوري ځیني چارواکو خبرورکړي دي چي لدی څخه مخکي ښاغلي اسد دی ته چمتونه وو، چي دملګرو ملتونو له سرمنیشی سره دی خبری وکړي.

په راپورونو کی راغلی چي بان کی مون دخبروپروخت له بشارالاسد څخه په کلکه وغوښتل ترڅو له مظاهره کونکو څخه نیول شوی په زرګونو زندانیا ژرترژره خوشي کړی، دبان کی مون له لوري له بشارالاسد سره دغه اړیکي په داسي حال کی ترسره کیږي، چي  دملګرو ملتونو له لوری له ډیرو نانندریو اومخالفتوڅخه وروسته  تیره اونی دامنیت شورا له لوري یو بیان صادرشو چي په سوریه کی یی دحکومت له لوري داولس په وړاندی روان تیري اوظلم په کلکو ټکو سره وغانده.

دملګروملتونو دسرمنشي ویاند ښاغلي مارتن نسیر کی وویل سرمنشی دسوریی اولسمشر بشارالاسد له هغه لیک څخه خبرکړ چي دامنیت شورای له لوری صادر شوی اودسوریی دحکومت کړني یی په کلکه سره غندلي دی، اوپربشارالاسد باندی یی ږغ کړی دي چي د لاریون کونکو په وړاندي له زوراوځواک څخه لاس په سرشي.

خبرکی راغلي دی چي بشارالاسد دملګرو ملتونو له سرمنشي سره دخبروپرمهال  وویل په سوریی کي دمظاهرو اولاریونونو پرمهال بی شماره امنیتي کسان وژل شوی دي، بان کی مون زیاته کړه زه په سوریی کي دهرډول زورځواک او وژنو مخالفت کوم هغه که اولسي وګړي وي اوکه امنیتي کسان وي.

له بله لوري دملګروملتونو دامنیت شورای له ښاغلي بان کی مون څخه غوښتی چی ترراتلونکي چارشنبي پوری دي دسوریی په وړاندي په نوي اقداماتو باندی لاس پوری کړی، ویل کیږي چی بان کي مون  وشورای ته په دي برخه کی دپوره همکاري ډاډورکړی دی.

په داسي حال کی چي بشارالاسد په سوریه کي دخلګو په وړاندي توپونه اوټانکونه را ایستلي دی دمظاهره کونکو عامه وژنه یی پیل کړی دی، په عین وخت کی دنوموړي په وړاندي نړیوال مخالفت هم زور اخیستي دي.

له بله لوري دترکیی هیواد چی له سوریی سره پراخه پوله لري دسوریی پرحالاتو انديښنه ښودلي دهیواد اولسمشر دبهرنیو چارو دوزیر په لاس وبشارالاسد ته لیک استولي دي، اوله نوموړي څخه په کلکه غوښتي چي هیوادکي دسیاسي اصلاحاتو لپاره لاره هواره کړي، په سوریه کي دروانو حالاتو په اړه نوموړي زیاته کړه دسوریی شخړه کورني شخړه ده، دبهرني سیاست له لوري نه بلکه دسوریی خپل خلګ غواړي دهیواد په سیاست کی یی بدلون راشي، داچي مونږدسوریی له وګړو سره نژدي اونه بیلیدونکي اړیکي لرو نو حالاتو یی سخت له اندیښني سره مخ کړی یو.

بخت الرحمن بخت…………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x