افغانستان

ضربتي عسکرو په یوه شپه کې ۴ تنه ملکیان په خپلو کورونو کې په «شهادت» رسولي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په خوست او پکتیا ولایتونو کې د کمپاین په نوم ضربتي عسکرو په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې د یو زده کوونکي او یو موټر چلوونکي په ګډون ۴ تنه ولسي خلک په «شهادت» رسولي دي.

د سیمې خلک وايي، د کمپاین په نوم دولتي عسکرو تیره شپه د خوست ولایت مرکز متون سیمه کې د محمدعظیم ولد حاجي مامیز په نوم یو موټر چلوونکي په خپل کور کې په «شهادت» رسولی دی.

سرچینې زیاتوي، یادو ځواکونو دغه راز د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ په خاني خوړ سیمه کې د نصرت الله په نوم د دیني مدرسې زده کوونکی له خپل کوره ایستلی او په «فرم باغ» سیمه کې یې له سختو شکنجو وروسته «شهید» کړی دی.

د خوست ولایت په څنګلوري د پکتیا ولایت ګردې څیړۍ ولسوالۍ په «کرزي» کلي کې هم ضربتي ځواکونو د عبدالمحمد ولد ګل محمد په نوم یو تن چې د برمې کار یې  کولو هم په خپل کور کې په «شهادت» رسولی دی.

دا په داسې حال کې چې ضربتي عسکرو تیره شپه د ګردې څیړۍ ولسوالۍ په یاد کلي کې د بخت محمد په نوم یو بل ځوان هم په خپل کور کې په خورا «قساوت» سره شهید کړی او د ګڼو ملکیانو نقدي مالونه یې لوټلي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د شپنیو چاپو پرمهال د خلکو مالونه لوټي او ملکیان وژني، بلکې تردې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولایاتو کې دولتي عسکرو په مختلفو پلمو ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی مالونه یې لوټلي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو په ولسي خلکو او تعلیمي مراکزو «ړندو» بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې د تاوتریخوالي او پوځي عملیاتو شدت ښايي مذاکراتي پروسه تر خپل سیوري لاندې راولي او کیدای شي چې ددې پروسې د ناکامۍ لامل هم وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x