افغانستان

امريکا د ايتلافي حکومت پر جوړيدو ټينګار کوي

نن ټکی اسيا: امريکايي چارواکي وايي، چې د ټاکنو لانجمنو پايلو ته په کتو بايد افغانستان کې يو ايتلافي حکومت جوړ شي، چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جيمز دابينز پرون واشنګټن کې “پاکستان ايشيا سوسايټي” لخوا جوړ شوي سيمينار ته په خپلو خبرو کې و ويل، چې د افغانستان يو والی او اتفاق په دې کې ساتل کيږي، چې ټولې خواوې په ګډه يو ايتلافي حکومت جوړ کړي.

ډابينز زياته کړه، چې د امريکا ولسمشر باراک اوباما ډاډمن دی، چې دواړه نوماندان به د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په منځګړيتوب يوې داسې پرېکړې ته ورسي، چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي.

د ډاکټر عبدالله له قوله، جان کيري به سبا د جمعې په ورځ د روان جولايي مياشت پر يوولسمه نيټه کابل ته راورسيږي.

ډاکټر عبدالله عبدالله، چې ولسمشريزو ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي سيال و، د ټاکنو پر کميسيون، ولسمشر کرزي او ډاکټر اشرف غني تور لګوي، چې په ګډه يې د اشرف غني په ملاتړ پراخه درغلي کړې ده.

ډاکټر عبدالله وايي، چې بې شکه دی د ټاکنو ګټونکی دی او د ټاکنو د کميسيون لخوا اعلان شوې پايلې نه مني او دی به ډېر ژر خپل موازي حکومت اعلان کړي.

عبدالله خپلو پلويانو ته و ويل، چې جان کيري او اوباما ورسره اړيکه نيولې او د کيري تر راتلو به انتظار وکړي، چې د هغه هڅې څه ګټه ورکوي.

وړمه ورځ د امريکا ولسمشر باراک اوباما او د بهرنيو چارو وزير جان کيري ګواښ کړی و، چې هېڅوک بايد له ناقانونه لارو واک ته د رسيدو کوښښ ونکړي او که څوک داسې کار وکړي، نو دا به افغانستان سره د امريکا او نړيوالې ټولنې د مرستو د بنديدو لامل شي.

د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو کې ډاکټر اشرف غني احمدزي ۵۶،۴۳ او ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۴،۵۶ سلنه رايې وړې وې.

ښاغلي ډابينز، چې د کار موده يې پای ته رسيږي، وايي، چې د دواړو نوماندو د بريا چانس ډېر لږ دی او تر اوسه هم د ټاکنيزو درغليو په اړه څېړنې روانې دي او هېڅ نوماند بايد ځان ګټونکی ونه بوولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

دا ټول هغه څه دی چی مخکی له مخکی آن دوه کاله مخکی چی د کرزی ظاهری څهره د امریکایانو پر ضد دراماتیک ضدیت شروع کړه ، دا یوه استخباراتی نمایش وو چی کرزی د استخباراتو په امر او هدایت او دوامداره ،. لارښوونه زمینه دا نن ورځ ته برابره کړه امریکا له ابتدا نه غوښته چی افغانستان کی یو مرکزی قوی دولت جوړ شی ځکه مرکزی قوی دولت بیا افغانستان کی ثبات راولی او په هغه صورت کی د بهرنیانو موجودیت ته اړتیا نه لیده کیږی او له بلی خوا په افغانستان کی . همیشنئ اړودوړ او خپل منخی… نور لوستل »

عبدالحکیم کاکړ

دا خو ټوله (۱۰۱٪ ) رایی سوی ، کوم چه دا لیکوال مبالغه کړیده .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x