افغانستان

د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ په افغانستان کې یو خبریال ووژل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): هېواد کې د مدني فعالانو او خبریالانو د هدفي وژنو په دوام نن د جمعې په ورځ په غور ولایت کې د یوې سیمه ییزې رادیو مشر خبریال او مدني فعال وژل شوی دی.

د غور د والي ویاند عارف عابر ددې خبر په تایید سره رسنیو ته ویلي، ناپېژاندو وسله والو نن مازدیګر مرکز فیروزکوه ته څېرمه مدني فعال او د غور غږ راډیو مسئول مدیر بسم الله عادل ایماق باندې برید کړی.

نوموړی زیاتوي، په دغه برید کې بسم الله ایماق ځای پرځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

په ورته مهال د غور ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر لالاګل عادل بیا د پېښې په اړه د پلټنو پیلولو خبر ورکولو ترڅنګ ویلي، چې پولیس په جدي توګه هڅه کوي ترڅو د پېښې عاملین پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار او لایاتو کې پر مدني فعالانو، قومي او دیني مشرانو او خبریالانو مرموزې حملې او بریدونه زیات شوي، چې په زیاتره مواردو کې د ملامتۍ ګوته د حکومت دننه یو شمېر سولې ضد کړیو ته نیول کیږي.

له بل پلوه طالبان هم د مدني فعالانو او خبریالانو هدفي وژنې د کابل حکومت هغه «ناکامه» هڅه بولي، د کومې په مرسته چې غواړي د هېواد امنیتي وضعیت ګډوډ معرفي او هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته زمینه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx