افغانستانسولې اړوند خبرونه

فوزیه کوفي: په کابل کې د راتلونکي حکومت په اړه اجماع نشته

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د طالبانو سره د افغانستان د حکومت او نورو سیاسي جهتونو د مذاکراتي ټیم غړي فوزیه کوفي ویلي، په کابل کې د راتلونکي حکومت په اړه یو نظر نشته.

کوفي ویلي چې د کابل مذاکراتي ټیم به د راتلونکي حکومت په اړه د مشورو اخیستلو وروسته دوحې ته سفر وکړي خو په وینا یې په دې اړه تر اوسه هم په کابل کې یوه اجماع نشته چې د سولې په پایله کې راتلونکی حکومت به څرنګه وي.

باید وویل شي چې د طالبانو مذاکراتي ټیم تل ټینګار کړی چې دوی د افغانستان د خلکو د ارمان او ۴۰ کلنې مبارزې سره سم په هیواد کې اسلامي او ملي نظام غواړي چې د بهرنیو له مداخلې پرته او د افغانانو په خوښه را منځته شوی وي.

خو د کابل ټیم بیا ټینګار لري چې پر افغانستان د امریکا د یرغل په نتیجه کې را منځته شوی جمهوري نظام باید په هر صورت خوندي کړل شي او طالبان په دغه نظام کې مدغم کړل شي.

د طالبانو ویاند ډاکټر محمد نعیم د رسنیو سره په مرکو کې له خپله اړخه اطمینان ښودلی چې دوی د جنوري پر پنځمه نیټه د خپلې کړي وعدې سره سم مذاکراتو ته تیار دي او هلته به ټول هغه موضوعات تر بحث لاندي نیول کیږي چې په لومړي پړاو کې تبادله شوي او د مشورو لپاره دواړو اړخونو خپل مشرانو ته وړي دي.

د نوموړي په وینا د اسلامي امارت د مذاکراتي ټيم د اجنډا موضوعات د هېواد د خپلواکئ او راتلونکي اسلامي نظام په اړه دي او نور تفصیل به یې د مذاکراتو په جریان کې د مقابل اړخ سره شریک کړل شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx