
معصوم ستانکزی: هدفي وژنو په اړه به په مذاکراتو کې بحث وشي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزي نن د جمعې په ورځ ویلي چې د جنوري پر پنځمه پیلیدونکو مذاکراتو کې به د هدفي وژنو او ژورنالیستانو باندي بریدونو په اړه بحث وشي.
نوموړي وویل چې دغه یوه ډیره مهمه موضوع ده چې تعقیب یې اړین دی.
باید وویل شي چې نن د جمعې په ورځ هم په غور ولایت کې یو ژورنالیست او مدني فعال بسم الله عادل ایماق د ښار په مرکز فیروزکوه کې ووژل شو. د نوموړي په وژل کېدو سره په تیرو دوه میاشتو کې دا شپږم ژورنالیست دی چې د هدفي وژنو ښکار کیږي.
که څه هم طالبانو د هدفي وژنو په ځینو مهمو پيښو کې لاس لرل رد کړي دي او هغه یې د حکومت کار بللی دی خو د کابل حکومت بیا هم ټینګار کوي چې دغه وژنې د طالبانو لخوا تر سره کیږي.
په دې وروستیو کې د کابل استخباراتو د هغو دوه کسانو ویډیو نشر کړه چې وايي ازاد ژورنالیست رحمت الله نیکزاد یې په غزني ولایت کې وژلی دی خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر دغه تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې لومړی خو دغه کسان چې ویډیو کې ښودل کیږي، د طالبانو اړوند نه دي او بل تر شکنجه لاندي بندیانو په اعتراف هیڅ نشي ثابتېدلای.
موږ دا جعلي خبرې ردوو.
دا نیول شوي کسان د اسلامي امارت پورې اړه نلري او نه هم تر شکنجه لاندې بندیانو اعترافات ادعا ثابتولی شي.
دا سې جعلي کسان غږول د کابل ادارې د استخباراتو ناتواني ښيي چې غواړي له داسې موضوعاتو څخه سوء استفاده وکړي او خپله ناکامي پټه او توجیه کړي. pic.twitter.com/3yDFBC0YmU— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) December 31, 2020
د یادونې وړ ده چې په کابل کې د هدفي وژنو له وجې ویره خپره ده او د سولې او مدني ټولنو ډیری فعالان، لیکوالان او ژورنالیستان د کابل څخه اطرافي سیمو او نورو ښارونو ته تللي دي.
د سیاسي چارو تحلیلګر، شاعر او ژورنالیست عصمت قانع تېره اونۍ د کابل سره خدای په اماني وکړه او پر ټویټر یې ولیکل: الله حافظ کابله.
الله حافظ کابله
له ژړه کندهاره دوعا درته کوم خداى دې بيدرده کړه خداى دې مه بدرنګوه
کندهاردرته سلام کوي که ستا زخمونه اخيستل کيدلاى نوعيار کندهاربه درڅخه اخيستي وو
خو کندهار پخپله زخمي دى اما عيار دى او په زوره ځګيروى نه کوي
ټول وطن زخمي دى خو ستا پرلمن زخم سازان نا ځوانان دي— Esmat Qani (@QaniEsmat) December 28, 2020
په ورته توګه ژورنالیست او د سولې لپاره فعال اسد الله وحیدي پر خپل فیسبوک د کندهار انځورونه خپاره کړې:
بلخوا د ملي امنیت پخوانی ویاند لطف الله مشعل چې اوس د سولې لپاره او حکومت ضد فعالیت باندي بوخت دی، په خپل ټویټر کې لیکلي چې د هدفي وژنو له ویرې او تهدیدونو له ویرې نور کابل پریږدي او جنوبي ولایاتو ته پناه وړي.
خدا حافظ #کابل عزیز‼
بنا بر تهدیدات جدی، #ترورهای هدفمند، #بی_امنیتی #اخطارها ، #تهدیدات و #سانسورهای #حکومتی ؛
با یک جهان تاسف مجبور شدم، #کابل را برای مدت نا معلوم ترک نمایم و به مناطق جنوبی کشور #پناه ببرم.‼
از رسانه ها و دوستان مطبوعاتی ام، بابت عدم حضورم معذرت میخواهم..— Lutfullah Mashalلطف الله مشعل (@Mashalgul) December 28, 2020
دا په داسي حال کې چې هغه مدني فعالان چې د سولې لپاره یې مخکې په کابل کې فعالیت کاوه، اوس د حکومتي کړیو له ویري له هیواده هجرت ته اړل کړل شوي دي او ځینو ته یې د حکومت له رسمي ادرسونو څخه تهدیدونه لیږل شوي دي او اوس پر کور ناست دي.
دغه خبریالان مدني فعالان ژورنالستان د امارت مخالفان… چې د ویرې څخه تښتېتې ته مجبور کیږي بیاخاصتا د کابل پریښودو ته ځان مجبور ګڼي پکار ده چې امارت ورته خپله ساحه کې د پناه د اجازت اعلان وکړي که هغوي دیخوا راغلل زړه دښمني ،کرکه ،او تعصب چې دوی درلود د همدغې پناه په وجه ختمیږي . د امارت نیکنامي هم ده نړیوالو ته . او که یې پناه دې ساحه کې نغوښته په حقایقو خو به پوه شي لکه عصمت قانع او یا دې ته ورته کسان . که نه د دښمني ژبه خپله خامخابه بندوي د طالبانو خلاف… نور لوستل »