افغانستان

د کابل پوهنتون برید طرحه کوونکی په علني محکمه کې په مرګ محکوم شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کورنیو چارو وزارت له لوري په ورکړل شوی خبر کې ویل شوي چې د کابل پوهنتون برید طرحه جوړونکی محمد عادل پنجشیری په یوه علني محکمه کې په مرګ محکوم شوی او پنځه نور ملګري يې هم د بیلا بیلو مودو لپاره په بند محکوم شوي دي.

د کابل پوهنتون برید چې د نومبر میاشتې پر دوهمه نیټه تر سره شوی وو، ۲۲ تنه په کښي ووژل شول او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي وه او جګړې د ۶ ساعتونو لپاره د پوهنتون په ساحه کې دوام کړی وو.

ددغه برید مسؤولیت داعش په غاړه اخیستی وو خو د هغه سربېره د کابل حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح طالبان ښکېل بللي وه.

طالبانو له خپله اړخه د کابل پوهنتون برید غندلی او د مسؤولیت اخیستلو څخه یې انکار کړی وو او د برید مسؤولیت یې پر حکومت اچولی وو.

باید وویل شي چې د کابل پوهنتون د برید یوه ورځ وروسته هلته د طالبانو بیرغ او پر دیوالونو ځیني لیکنې موندل شوي وې چې د حکومت په وینا دا ثابتوي چې طالبان په دغه برید کې لاس لري خو طالبانو دغه ادعاګاني رد کړي او دا یې د هغو جهتونو کار بللی وو چې غواړي په افغانستان کې وضعیت خراب وښودل شي او بین الافغاني مذاکراتو باندي منفي اغیز واچول شي.

د کابل پوهنتون برید د افغانستان او نړۍ په سطحه د ټولو اړخونو له لوري وغندل شو او دا یې نه بخښونکی عمل بللی وو.

په دغه برید کې وژل شوي کسان ټول د پوهنتون محصلین، ځوانان او ملکیان وه. کابل پوهنتون کې وژل شوي کسان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x