افغانستان

ننګرهار: طالبانو سره نښته کې د اربکیانو درې تنه مشهور قومندانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ولسي پاڅون کوونکو(اربکیانو) د مشهور قومندان طاهر او دوو نورو قومندانانو په ګډون ۴ تنه اربکیان وژل شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، په دې نښته کې د قومندان طاهر مومند سربیره، قومندان قیمت ګل او معلم خان په شمول د پاڅونوالو(اربکیانو) څلور تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.

د چارواکو په خبره په دې نښته کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اووښتې؛ خو د هغوی د شمېرې په هکله یې څه نه دي ویلي.

په ورته مهال د بټي کوټ یو شمېر پاڅونوالو(اربکیانو) نن د شنبې په ورځ له غرمې مخکې د تورخم ـ جلال آباد لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه او په حکومت یې تور لګاوه چې په قصدي توګه غواړي د بټي کوټ اربکیان وپرځوي.

د ننګرهار ځايي چارواکو د لاریونوالو د تورونو په هکله غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x