نړۍ

هند په اسام ايالت کې د ۷۰۰ اسلامي مدرسو د تړلو پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د هند سخت دريځي هندو واکمن ګوند «بي جې پي» پرېکړه کړې، چې په اسام ايالت کې ۷۰۰ اسلامي مدرسې وتړي.

رويټرز خبري اژانس د بي جې پي ګوند د چارواکو له قوله ليکلي، چې په دغو اسلامي مدرسو کې سطحي زده‌کړې کيږي او همدې امله بايد وتړل شي.

د رويټرز په وينا بهارتيه جنتا پارټي يا «بي جې پي» ګوند د دې پرېکړې له امله له سختو نيوکو سره مخ دی.

د هند اپوزيسيون ګوندونو ويلي، د حکومت له دې پرېکړې ښکاري، چې هندو اکثريت لرونکی حکومت د مسلمانانو پر خلاف دی.

د اسام ايالت د ښوونې وزير هنتما بسوا سرما ايالتي اسامبلۍ ته ويلي، چې دغه ايالت کې له اوو سوو زياتې مدرسې به تر راتلونکې اپرېل مياشتې پورې وتړل شي.

د ښوونې وزير زياته کړې، چې دوی ته د جوماتونو د امامانو پر ځای د نورو ډاکټرانو، پوليس افسرانو او بيروکراټانو اړتيا ده.

هنتما بسوا سرما ويلي، چې حکومت به دا مدرسې په ښوونځيو «سکولونو» بدلې کړي او لامل يې دا ښوولی، چې په مدرسو کې د دنيا د اوس وخت اړتيا لپاره خلک نه تياريږي.

د اپوزيسيون ګوندونو دا پرېکړه پر مسلمانانو برید بللی دی.

د اپوزيسيون «کانګريس» ګوند اړوند د هند د پارلمان غړي واجد علي چوهدري ويلي، چې دا د مسلمانانو د له منځه وړلو پلان دی.

د رپوټونو له مخې د اسام ايالت اړوند له سلو زياتو بيروکراټانو او ډيپلوماټانو د بي جې پي واکمن ګوند له حکومته غوښتي، چې د هند تر ټولو ستر ايالت کې د مسلمانانو د جبري مذهب بدلولو دا پرېکړه دې بېرته واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

یرِیدُونَ لِیطْفِؤُا نُورَ الله بِأَفْواهِهِمْ وَاللهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ کرِهَ الْکافِرُونَ. د الله پاک وعده پخه او حق ده.

غ.حضرت

د هند د دموکراسۍ غوا هم د وچیدو په حال کی ده او ګومان نه کیږی چی بیا به بلاربه سی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx