ټولنیزه برخه

ای لوېدیځ ته مسافره!

لیکنه: مومنه عظم

د شیخ علي طنطاوي لمسۍ

د لوېديځ میچنه به ستاسې په اولادونو او لمسیانو رحم ونه کړي.

زمونږ نیکه علي طنطاوي رحمه الله داسې حکمت او پوهه لرله چې مونږ یې کندا ته له مهاجرت کولو څخه منعه کولو او دا هغه وخت ؤ چې مونږ دې کار ته ډېر لېواله ؤ او زمونږ اولادونه واړه وو.
هغه وخت به ما ته زما د نیکه په خبرو کې شک پیدا کېده او ویل به مې چې خبره به یې سمه نه وي او د ځوانۍ غرور به دې ته هڅولم چې زه کولای شم خپل هر څه او همدارنګه خپل اولادونه کنټرول کړم او د خپل نېکه خبرې به مې یو تشدد باله او ویل به مې چې دا خبرې سمې نه دي.

خو نن ورځ د هغه له خبرو سره پوره موافقه یم او د هغه خبرې راته هغه وخت رایاديږي چې کله واورم چې فلاني خپل زوی د کفارو په هېواد کې له لاسه ورکړی، یعنې زوی یې بې دینه شوی نو زه وایم که کولای شئ خپل اولادونه او خپل نسل وساتئ او د هغوی ګناه په غاړه وانخلئ نو د کفارو په هېوادونو کې ژوند مه کوئ
او دا خبره بیا هغه وخت ذهن ته راغله چې کله راته د یوې ملګرې خبرې راورسېدې، زه یې د عبرت لپاره رانقل کوم.

راته یې وویل چې کولای شم امریکا ته او هم کولای شم ترکیې ته هجرت وکړم خو زه امریکا ته ځم او زما په کورنۍ هېڅ اغیز نه کوي، او ویل یې چې مهمه تربیه او روزنه ده نه ځای، خو ما ورته وویل چې د ځای انتخاب او ټاکل د تربیې او روزنې له اصولو څخه دي او ورته مې وویل چې له تجربه لرونکي نه پوښتنه کوئ نه له حکیم او عالم څخه.

بیا مې ورته وویل: چې ما ۹ کاله مخکې د رمضان نومي شخص په دفتر کې د کورونیو د تاریخ لیکلو دنده په بیروت کې ترلاسه کړه او د دنیا په هر ګوټ کې مې د مسلمانو کورنیو د افرادو په اړه بحث او پلټنه وکړه چې د ۵۰۰۰ کسانو په اړه مې پلټنه وکړه، خو د دې کار له پایلې څخه حیرانه شوم، چې لنډیز یې تاسې ته ذکر کوم:
چا چې ۱۰۰ کاله مخکې کفري هېوادونو ته هجرت کړی ۹۶٪ اولادونه یې کافر دي او مسلمان نه دي پاتې شوي.

چا چې ۸۰ کاله مخکې هجرت کړی ۷۵٪ اولادونه یې غیرمسلمان دي.

چا چې ۶۰ کاله مخکې هجرت کړی ۴۰٪ اولادونه عیسویان شوي.

چا چې ۴۰ کاله مخکې هجرت کړی ۲۵٪ اولادونو یې اسلام پرې ایښی دی.

اکوادور ته یو شیخ ۸۰ کاله مخکې هجرت کړی ؤ او هلته یې یو مسجد هم جوړ کړی ؤ او غوښتل چې خپل اولادونه هلته په اسلام وروزي، خو نن ورځ یې یو لمسی هم مسلمان نه دی.

او د نورو ټولو کورنیو همدا حالت دی، زمونږ په کورنۍ کې زما د نیکه له لمسیانو څخه چې ټول ۴۸ دي ۱۶ تنه له اسلام څخه وتلي، ځکه چې مونږ په امریکا کې اوسېږو.

په اکوادور کې د رمضان ۹۸ لمسیان اوسېږي چې نیکونو یې په ۱۹۲۳ کال کې هجرت کړی ؤ، نن ورځ یې ټول لمسیان عیسویان دي، هلته ته مې جورج، کریستیان او امیلیو رمضان ولیدل او امیلیو رمضان مې دې ته قانع کړ چې زما سره مرسته وکړي تر څو یې کورنۍ ترکیې ته انتقال کړم، تر څو هلته اسلامي روزنه ترلاسه کړي او د خپلو نیکونو اسلامي تاریخ مطالعه او زده کړي.
مونږ باید د نورو له غلطیو څخه پند واخلو او ما خو خپل نصیحت وکړ او دغه شمیر په هغو کسانو کې نه پیدا کېږي چې اسلامي هېوادونو ته یې هجرت کړی دی.

زما نه هم خلک پوښتنه کوي چې تا ولې ترکیه د مسافرت لپاره وټاکله، زه ورته پورته اسباب او لاملونه بیانوم.

زما کورنۍ، وروڼو، دوستانو او ملګرو! خپل اولادونه مه ضایع کوئ او له اسلام څخه د هغوی د وتلو لامل مه جوړېږئ چې بیا تاسې جهنم ته د هغوی د داخلېدو لامل وګرځئ، دنیا ډېره لنډه ده او زمونږ عمر پکې ډېر کم دی او مونږ پکې میلمانه یو، د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره قرباني ورکړئ.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha mjrohe

داسئ به نوئ!! که پخپلو خبرو لیژ غور وکرئ، دی چا په زره کی چئ الله د سه مینه واچوئ بیا هغه کس د هغه لاری نه بغیر له ربه بل سوک را گرزولای هم نسئ، ابو لهب په مکه مدینه او ملگری موسی علیه سلم د فرعون په کور کشئ، او زموژ پاک اسلام افغانستان کسئ، سیاف او دهغه امثال چی د کفارو په غیژه کی دئ حق ته باطل او باطل حق وائ ملک یی ناموس غزت یی لیلام کرئ، شه په کولاو ستگو وینئ چی په تانگ طیاره مائ ورته گرزئ بیام وائئ وای دا حق دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx