افغانستان

د خبريالانو د دفاع کمېټه او کابل پريس کلب: رسنۍ دې تر درې ورځو د حکومت رپوټونه نه خپروي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د خبريالانو د دفاع کمېټې او کابل پريس کلب ويلي، چې حکومت د خبريالانو او رسنيو په خونديتوب کې پاتې راغلی او غوښتنه يې کړې، چې رسنۍ دې تر درې ورځو پورې د حکومت اړوند خبرونه او رپوټونه نه خپروي.

د خبريالانو د دفاع کمېټې مشر عبدالمعيد هاشمي ويلي، له تېرو پنځو کلونو راهيسې په افغانستان کې ۵۵ خبريالان وژل شوي، خو حکومت د دغو وژنو د عاملينو موندلو او محاکمه کولو کې پاتې راغلی دی.

عبدالمعيد هاشمي د خبریالانو وروستيو وژنو په اړه يو ځل بيا اندېښنه ښکاره کړې او زياته کړې يې ده، چې حکومت د خبريالانو د خونديتوب او د وژل شوو خبريالانو د قاتلينو په نيولو او محاکمه کولو کې پاتې راغلی دی.

د خبريالانو د دفاع کمېټې او کابل پريس کلب دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې تېره ورځ په غور ولايت کې د غور غږ راډيو مشر او خبريال بسم الله عادل د غور په مرکز فیروز کوه کې د ناڅرګندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

له تېرو دوو مياشتو راهيسې بسم الله عادل پنځم خبريال دی، چې وژل کيږي.

طالبانو په هر ځل د خبريالانو او ملکيانو په هدفي وژنو کې لاس لرل رد کړي او حکومت يې پړه پر طالبانو اچوي.

د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي وړمه ورځ ويلي و، چې د دغه ډول هدفي وژنو تر شا د طالبانو لاس دی تر څو پر حکومت فشار وارد کړي.

خو طالبانو د حکومتي چارواکو دا تورونه رد کړي او وايي، چې حکومت په نظامي ډګر کې د دوی تر فشار لاندې دی او هېڅ اړتيا نه لري، چې عام خلک او خبريالان په نښه کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، دوی په سختو حالاتو کې هم له خبريالانو سره ښې اړيکې ساتلي او اوس، چې د سولې بهير د کاميابۍ لور ته روان دی، هېڅکله به له خبريالانو او عامو خلکو سره دا ډول چلند ونه کړي.

ښاغلي مجاهد ويلي، چې دوی يوازې نظامي اهداف په نښه کوي او د خبريالانو او مدني فعالانو د وژنې پړه يې پر حکومت اچولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx