دیني، سیرت او تاریخ

د رسول الله صلى الله عليه وصيت!

نصير تکل

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
اتق الله حيثما كنت، واتبع السيئة الحسنة تمحها، وخالق الناس بخلق حسن (ترمذي، ۳۵۵/۴)
ژباړه: په هر ځاى او هر حالت کې له الله تعالى څخه ووېريږه، په بدۍ پسې نېکي وکړه، ځکه نېکې بدي له منځه وړي او له خلکو سره ښه اخلاق کوه.

د نبي صلى الله عليه وسلم پورتنى وصيت پدې خبره دلالت کوي چې مؤمن به په هر ځاى او هر حالت کې له خپل رب څخه ويږيږي، دا چې انسان کمزورى دى کله کله ګناه هم ور څخه صادريږي؛ نو بيا په مسلمان لازمه ده چې له ګناه وروسته نېکي وکړي، ځکه نيکي بدي له منځه وړي او بل له حديث شريف څخه دا خبره هم څرګنديږي چې انسان بايد ښه اخلاق ولري.

نو مؤمن بايد خپل ژوند داسې عيار کړي چې له تقوى، عبادت او توبې سره سره ځان په حسنه اخلاقو مزين کړي، له دې څخه غير مسلمان بايد د خپل مسلمان ورور حقوق اداء کړي او له نورو مسلمانان سره ښه اخلاق وکړئ لکه: عاجزي، درناوى، پر کشرانو شفقت، دمشرانو احترام، د علماوو عزت او د خلکو پر تېروتنو سترګې پټول او داسې نور.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx