لیکنېنظــر

په تېر (۲۰۲۰م) کال کې د افغان سولې بهير ته لنډه کتنه

عبدالرحمن سعید

د (۲۰۱۸م) کال د اکتوبر په ۱۳مه د طالبانو او امريکايي ټيم تر منځ لومړی پړاو مذاکرات پيل شول. طبعاً له دومره اوږدې جګړې وروسته يو سوله ايز حل ته رسېدل ډېر وخت غواړي، نو پر دې اساس دغو مذاکراتو هم اوږد وخت ونيوی.
خو بالآخره له ډېرو لوړو ژورو وروسته د (۲۰۲۰م) کال د فبروري مياشتې په ۲۹مه نېټه د قطر پلازمينه دوحه کې د ملګرو ملتونو، ځينو نورو نړيوالو ټولنو او شاوخوا پنځوس هېوادونو د ډيپلوماتيکو استازو په حضور کې د يوې شاندارې غونډې په ترڅ کې؛ د طالبانو او امريکا تر منځ د افغانستان د سولې تړون لاسليک شو.

د دغه تړون له مخې ټاکل شوې ده چې د توافقنامې تر لاسليک وروسته په څوارلس مياشتو کې؛ يعنې د (۲۰۲۱م) کال د مۍ مياشتې پورې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي او همداراز طالبانو هم وعده کړې چې د افغانستان له خاورې به امريکا او د هغوی متحدينو، بلکې هيڅ هيواد ته خطر نه جوړيږي.

د توافق ليک پر اساس ټاکل شوې وه چې د دغه تړون تر لاسليک وروسته په لسو ورځو کې؛ يعنې د (۲۰۲۰م) کال د مارچ تر لسمې به د طالبانو پنځه زره بنديان خوشې کيږي او ورپسې سمدستي به بين الافغاني مذاکرات پيليږي، مګر د کابل حکومت د پرله پسې پلمو بهانو له امله دغه چاره بيخي ډېره وځنډېده. د کابل حکومت د طالب بنديانو د خلاصون په هکله بې شمېره ضد او نقيص څرګندونې درلودې. کله به يې ويل چې موږ نه په دغه تړون کې شامل يو او نه طالب بنديان ازادوو، کله به يې ويل چې دومره خلاصوو او کله به بيا ترې منکر شول، خو بالآخره د امريکا د فشار له امله مجبور شول چې دغه بهير له ډېرو ناړميو وروسته څه دپاسه شپږ مياشتو کې پای ته ورسوي او بين الافغاني مذاکراتو ته لاره پرانيزي.

بايد وويل شي چې د کابل حکومت د امريکا – طالبانو تر توافق وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې د طالبانو پر خلاف نوي بريدونه پيل کړل، تعرضي عملياتو، بمبارونو، چاپو او د نويو پوستو او عسکرو ځای پر ځای کولو ته يې ملا وتړله، تر څو په دې توګه د جګړې اور بل وساتي او نړيوالو ته وښايي چې دلته لا هم ډېر بد وضعیت دی، د دې لپاره چې د بهرنيو عسکرو د وتلو مخه ډب کړي.

همداراز په دې وروستيو کې د امريکا عدليې وزارت داسې اسناد په ډاګه کړل چې د کابل حکومت د ځان په ګټه د تبليغ لپاره؛ د اشرف غني د ورور اجمل غني په وساطت له يوې امريکايي تبليغاتي ادارې (پډسټا ګروپ) سره يو تړون لاسليک کړی چې ياد ګروپ به د يو نيم ميليون ډالرو په بدل کې د ديرش مياشتو لپاره د امريکا په سطحه د کابل حکومت په نفع تبليغات کوي او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره به کمپاين کوي.

په هر صورت؛ د (۲۰۲۰م) کال د سپتمبر په ۱۲مه د قطر پلازمينه دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل په نامه يوه بله غونډه دايره شوه او په دې توګه د طالبانو او افغان ډلو ټپلو تر منځ مستقيماً خبرې پيل شوې. خو له بده مرغه چې له کابل څخه تللي د ډلو ټپلو پلاوي هيڅ خپل منځي اتحاد او واک نه درلود، د ورځې خبره به يې په اونيو اونيو نه شوه حل کولی، هره خبره به يې کابل ته راوړه او دلته به بيا له ارګ څخه سرې او شنې کرښې ورته ټاکل کېدې.

د طالبانو او نورو ډلو ټپلو تر منځ لومړی د مذاکراتو لپاره د طرز العمل ټاکلو په اړه خبرې پيل شوې، دا خبرې بايد په ډېره لنډه موده کې نتيجې ته رسېدلې او طرز العمل جوړ شوی وای، ځکه چې په طرز العمل کې چندان داسې موارد نه ؤ، چې د افغان ولس تر منځ د اختلاف وړ وي.
د راپورونو پر اساس په دوو مادو کې ارګ د طالبانو غوښتنو سره ډېر سخت مخالف ؤ، يو دا چې طالبانو ټينګار کاؤ چې د طالبانو – امريکا تر منځ لاسليک شوی د دوحې توافق بايد د دغو بين الافغاني مذاکراتو لپاره بنسټ وي او دوهم دا چې که په کوم مورد کې اختلاف راتلو نو پرېکړه به په حنفي فقه کيږي، خو ارګ ټينګار درلود چې د کابل حکومت له خوا د رابلل شوې لويې جرګې پرېکړه ليک به د بين الافغاني مذاکراتو لپاره بنسټ وي او که کوم څه کې اختلاف رامنځ ته کېدو، نو جعفري فقهې ته به هم رجوع کيږي.
خو له ډېر کشمکش او اوږدو بحثونو وروسته بالآخره د کابل ټیم دغه دوه موضوعات هم ومنل او د (۲۰۲۰م) د دیسمبر په دوهمه نېټه د کابل د مذاکراتي ټیم ویاند نادر نادري په خپله ټویټر پاڼه ولیکل:
‏د بین الافغاني مذاکراتو طرزالعمل د مقدمې په شمول نهايي شو او پر اجنډا به بحث پیل شي.
د (۲۰۲۰م) کال د ډيسمبر په دولسمه د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم وردګ په خپله ټويټر پاڼه وليکل:
«د بين الافغاني مذاکراتو دواړو لوريو د اجنډا د موضوعاتو ابتدايي لستونه سره تبادله کړل او د موضوعاتو په اړه يې لومړني توضيحي بحثونه ترسره کړل.

دا چې د اجنډا موضوعات لازياتو مشورو ته ضرورت لري، نو دواړو لوريو توافق وکړ چې د ۱۴/ ۱۲/ ۲۰۲۰م نېټه به وقفه شروع کيږي او د مذاکراتو بل پړاو به د ۲۰۲۱م کال د جنوري په پنځمه پيليږي».

له دغه اعلان وروسته د کابل حکومت او يو شمېر نورو رسنيو له لوري يو بل کمپاين په لاره واچول شول، هغه دا چې د نوي کال د جنوري په پنځمه نېټه پيليدونکي مذاکرات بايد د هېواد دننه پيل شي! حال دا چې دغه غوښتنه کاملاً غير معقوله ده او هيڅ امکان نه لري. ځکه چې تر اوسه دواړه طرفونه د مذاکراتو اصلي بحث ته هم لا نه دي داخل شوي، تر اوسه لا د مذاکراتو لپاره اجنډا هم نه ده ټاکل شوې.

نو څرنګه به ممکنه وي چې د باور جوړونې تر فضا او اوربند وړاندې طالبان راشي او هېواد کې دننه د حکومت تر الوتکو لاندې، له کوم توافق مخکې مذاکرات پیل کړي.

اوس له ډېرو ستونزو وروسته د افغان سولې بهیر دغه حد ته رسېدلی چې بهرني ځواکونه هم روان دي، لږ شمېر پاتې دي او هغه به هم ان شاء الله په پاتې څلورو میاشتو کې ووځي. همداراز د بندیانو د ازادۍ سلسله هم بشپړه شوه او بین الافغاني مذاکرات هم پیل شول.

نو لازمه ده چې ټول ښکېل لوري باید د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته اهمیت ورکړي او په پوره اخلاص دغې طلایي موقع څخه استفاده وشي. د مذاکراتو په جریان کې باید خپل اسلامي او ملي ارزښتونه وساتل شي، د غربي کلتور، قوانینو او په اصطلاح شل کلنو لاس ته راوړنو له امله باید دغه چانس ضایع نه شي. دا ملت سوچه مسلمان دی، دوی ته غربي لاس ته راوړنې دوه روپۍ اهمیت هم نه لري، د دغه ملت سرې کرښې معلومې دي، دا ملت خپل دین او ملي ارزښتونو ته درناوی لري او د خدای پر ځمکه د خدای قانون غواړي، دغه ملت د دیموکراسۍ ارمانجن نه دی او نه یې د دیموکراسۍ په خاطر دا څلور لسیزې قربانۍ ورکړې دي. نو باید چې د ملت غوښتنې او آرمانونه درک شي.

د مذاکراتو جریان باید ګړندی پر مخ ولاړ شي، ټولې فیصلې باید د اسلام مطابق حل او فصل شي. زموږ ملت له اسلام پرته، بل پر هیڅ قانون او دستور نه شي راټولېدلی.

نو دا چې د بین الافغاني مذاکراتو ښکېل لوري به شخصي ګټې وپالي که ملي؟ دا به وخت ثابته کړي.

لنډه دا چې که دیني او ملي ارزښتونو ته، پر شخصي ګټو او پردیو غوښتنو لومړیتوب ورکړل شي، نو ان شاء الله چې (۲۰۲۱م) کال به د ځورېدلي افغان ملت لپاره د امن، سوکالۍ او خوشحالۍ کال وي.

په همدې هیله…!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx