شعـــــرونه

مړۀ اجساد/فدامحمد نومير

فدا محمد نومير

توره اوسپنه په ‌‌‌‌‌‌ډير کوټو فولاد سي
هر ګذار چې د سوټک پرې د حداد سي

چې په مينه کې شرط کېښوده شيرينې
سر چې غر سره وهي کوهکن فرهاد سي

جور، جفا، ظلم و ستم د امراوو
تاج و تخت يې د رعيت په لاس برباد سي

د پردو د فوځ طاقت او زغم وي کله
په هر ګوټ ګوټ کې پيدا ورته جانداد سي

مات و ګوډ، شل و ړانده سي همه واړه
غرو، رغو کې ترينه پاته مړه اجساد سي

هغه قوم چې د خپل سر سره کړي لوبې
د تاريخ په پاڼو پاته يې تل ياد سي

چي ځوځات د برايډن مات سي شير پور کې
د نومير پريشان خاطر به هله ښاد سي

متحده ايالات ، جنوبي کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx