ورزش

کرکټ بورډ د ايرلينډ پر وړاندې سياليو لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ بورډ د ايرلينډ پر وړاندې د درې يو ورځنيو سياليو لپاره شپاړس کسيزه لوبډله اعلان کړه.

د معمول په څير به د يادې لوبډلې مشري پخوانی لوبغاړی اصغر افغان کوي او د نوموړي د نه شتون پرمهال به لوبډلمشري راشد خان ته سپارل کيږي.

د لوبډلې نوملړ په لاندې ډول دی:

رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکی)، عثمان غني، جاويد احمدي، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، نجيب الله ځدران، محمد نبي، اصغر افغان (لوبډلمشر)، عظمت الله عمرزی، ګلبدين نائب، شرف الدين اشرف، راشد خان (مرستيال لوبډلمشر)، نوين الحق، سيد شيرزاد، مجيب ځدران او يمين احمدزی.

کرکټ بورډ لوبډله په داسې حال کې اعلانوي چې د يادو سياليو لپاره د ايرلينډ لوبډله تېره مياشت اعلان شوې او له څو ورځو راهيسې په عربي اماراتو کې پر تمريناتو بوخت دي.

ټاکل شوې ده د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو ترمنځ د کرکټ نړيوالې شورا د کرکټ سوپر ليګ سياليو په لړ کې درې يو ورځنۍ لوبې د جنوري له ۱۸مې تر ۲۴مې ترسره شي، خو د يادو سياليو لپاره لا هم د ځای تعين نه دی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx