نړۍ

شمالي وزيرستان: د بې پيلوټه الوتکې بريد کې شپږ تنه وژل شوي

نن ټکی اسيا: د شمالي وزيرستان دته خېلو سيمه کې د بې بيلوټه طيارې بريد کې شپږ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چې ډيوريند کرښې ته څېرمه دته خيلو سيمه کې امريکايي بې پيلوټه طيارې پر يو کور او يو موټر غبرګ توغنديز بريدونه کړي، چې نتيجه کې يې شپږ تنه وژل شوي دي.

سرچينې وايي، چې تر دې دمه د وژل شويو کسانو هويت نه دی په ډاګه شوی.

د يادونې وړ ده، چې تېر ۲۰۱۳ کال د ديسمبر مياشتې راهيسې د پاکستاني طالبانو او حکومت تر منځ د مذاکراتو له پيلدو وروسته د پاکستان قبايلي سيمو کې د بې پيلوټه بريدونه بند شوي وو، مګر د مذاکراتو له ختمېدو وروسته د پوځي عملياتو له پيليدو سره يو ځل بيا نوموړې سيمه کې د بې پيلوټه بريدونه پيل شوي دي.

تېره جون مياشت په يوولسم تاريخ هم شمالي وزيرستان ميران شاه سيمه کې د بې پيلوټه طیارې بريد کې شپاړس تنه ولسي وګړي وژل شوي وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x