روغتیا

د ۲۰۲۱م کال لومړۍ ورځ، په امریکا او برتانیا کې د کرونا وژونکی حال

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امریکا په متحده ایالتونو کې کرونا ویروس د بربادۍ لامل شوی چې د ۲۰۲۱م نوي کال په لومړۍ ورځ د یادې ناروغۍ له کبله ۳۴۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

د جان هوپکنز څیړنیز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا کې د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه شاوخوا ۳۴۸ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د مړو شمېر له ۱.۸ ملیونو زیات شوی دی.

په امریکا کې د مثبتو پېښو ډیروالي له کبله روغتونونه ناروغانو ته رسېدنه کې له ستونزو سره مخامخ دي، چې له کبله یې ډيرو ناروغانو ته کم امکانات رسیږي.

له تېرو دوه میاشتو په کمه موده کې تر یو ملیون ډیر امریکایان په کرونا ویروس اخته شوي دي. نړۍ کې پر کرونا د ټولو اخته کسانو څخه یې څلورمه برخه امریکا کې دي.

د کرونا ویروس په اړه امریکا ته بل بد خبر دا ښودل کیږي چې په برتانیا کې د کرونا دوهم خپور شوی نسل امریکا ته هم رسېدلی دی، دا ویروس د لومړي هغې په پرتله په چټکۍ خپریږي.

په امریکا کې چې تمه کېده د نوي کال په پېل سره به له ۲۰ ملیونو زیاتو کسانو ته واکسین ورکړي خو تر دې دمه له ۳ ملیونو هم کمو کسانو ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شوي دي.

بل لوري ته په برتانیا کې چیرته چې د کرونا دوهم نسل هم په چټکۍ خپریږي د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ ورځ له ۹۵۰ زیات کسان له کرونا مړه شوي او ۵۴ زره نوې پېښې ثبت شوي دي.

برتانیا کې د فایزر-بیونټیک شرکتونو کرونا واکسین کارول شوي او د مودرینا واکسینو کارولو پریکړه یې هم کړې ده، خو دغه هېواد کې د کرونا دوهم نسل خلک او حکومت سخت اندیښمن کړی دی.

په برتانیا کې د کرونا له کبله ټول ۷۴۲۳۷ کسان مړه شوي او له ۲ نیم ملیونو زیات پرې اخته شوي دي.

پر دې سربېره په هغو هېوادونو کې چې د کرونا دوهم نسل وررسېدلی د ویروس پېښې په چټکۍ خپریږي. تر دې دمه برتانیا، امریکا، ترکیه، استرالیا، بلجیم، برازیل، ډنمارک، فرانسه، پاکستان، هالنډ، فنلنډ، آیسلنډ، ایرلینډ، جرمني، چیلي، چین، کاناډا، هند، اسرائیل، ایټالیا، جاپان، لبنان، مالټا، ناروې، پرتګال، سینګاپور، سویلي کوریا، هسپانیا، سویډن، سویس، متحده عربي امارات او تایوان ته دغه ویروس رسېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx