افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني د قطر له امیر سره د افغان سولې په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل):د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د قطر له امیر «شیخ تمیم بن حمد آل ثاني» سره تلیفوني خبرې کړې دي او د افغانستان د سولې اړوند مسایلو په اړه ورسره غږېدلی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني خبرو کې د قطر امیر په دوحه کې د کابل حکومت د سفیر د مړینې له امله اشرف غني ته تسلیت ویلی او تر څنګ یې دواړو لورو د دوو اړخیزو همکاریو او اړیکو د غښتلتیا په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې په بنسټ، د خبرو په مهال دواړو لورو د سمدستي اوربند په تامین ټینګار وکړ او د قطر امیر ژمنه وکړه چې هیواد یې د اوربند د تامین په برخه کې ممکنه هڅې کوي.

دغه تلیفوني خبرې داسې مهال دي، چې تمه ده څلور ورځې وروسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتوت ټیمونه بیا ځلې خبرو ته کښېني او د اجنډا په مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي.

که څه هم تر دې دمه رسمي سرچینو په اجنډا کې د دخیلو موضوعاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د کابل چارواکي او د مذاکراتي ټيم یو شمېر غړي وایي، هڅه کوي تر هر څه وړاندې د اوربند په اړه له طالبانو سره وغږېږي.

ورته مهال طالبان بیا وایي، د مذاکراتو په دوران کې د بحث کېدونکو موضوعاتو ټاکل د مذاکراتي ټیمونو صلاحیت دی؛ خو په خبره یې، که چېرې پيل په داسې موضوعاتو وشي چې اسانه وي او مشترکات پکې ډېر وي؛ نو به راتلونکی پړاو په ښه ډول مخته ولاړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx