
سمنګانو کې د آغاخان بانک پوروړې کورنۍ د خپل ماشوم پلورلو ته اړ شوې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د سمنګانو ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د آغاخان بانک پوروړې کورنۍ د خپل دوه نیم کلن ماشوم پلورلو ته اړ شوې ده.
د حضرت سلطان ولسوال محمدهاشم مدقق وايي، د «تینجه بیګ» په نوم ددې ولسوالۍ یو اوسېدونکي له د آغاخان انکشافي بانک څخه سل زره افغانۍ پور اخیستی ؤ.
نوموړی زیاتوي، یاد شوي کس ددغه بانک د پور نه ورکولو له امله اړ شوی چې خپل دوه نیم کلن ماشوم «ابوبکر» په مزارشریف ښار کې یوې کورنۍ ته د ۱۰۰ زرو افغانیو په بدل کې په زوی توب ورکړی ؤ.
مدقق وايي، د پېښې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته په عاجله توګه اقدام کړی او دا مهال دغه ماشوم خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.
ولسوال ډاډ څرګند کړ چې ددغو پیسو څه اندازه د سیمې د خلکو په همکارۍ او مرسته اداء شوي او د پاتې نورو پیسو د جمع کولو لپاره هم هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د امریکايي ښکېلاک له راتګ سره فقر او بیکاري زیاته شوې، چې له امله یې ځینې کورنۍ د زیاتې بېوزلۍ له کبله د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړ شوي دي.
دوه کاله وړاندې یوې بېوزلې کورنۍ په بامیانو ولایت کې هم خپل یو نیم میاشتنی ماشوم د ۵۰ زرو افغانیو په بدل کې له دې امله پلورلی ؤ، چې ددغه ماشوم د درملنې توان یې نه لاره.
دا په داسې حال کې د کابل حکومت یو شمېر لوړ پوړو مشرانو د کرونا او ملي دسترخوان په نوم پروژو کې لسګونه ملیونه افغانۍ اختلاس کړي؛ خو لاهم په عام ولس کې د بیکارۍ او بې وزلۍ کچه مخ په زیاتېدو ده.