افغانستان

د پولیسو د «تېښتې» په تړاو له څرګندونو وروسته د کندهار والي ګوښه شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): باوري سرچینې وايي، د کندهار والي حیات الله حیات وروسته له هغه ګوښه کړل شوی، چې له آریانا نیوز سره په یوې مرکه کې ویلي ؤ، چې ددې ولایت ۷۰ سلنه پولیس تښتېدلي او خپلې پوستې یې طالبانو ته سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین هم د حیات الله حیات پر څرګندونو کلکه نیوکه کړې وه او دا خبره یې رد کړې وه، چې ګواکې ددې ولایت ۷۰ سلنه پولیس تښتېدلي دي.

آریانا نیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې حیات الله حیات د خپلو وروستیو څرګندونو له امله ګوښه شوی؛ خو تردې  دمه څرګنده نه ده چې حیات الله حیات به د حکومت دغه پرېکړه ومني او که نه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کندهار د ولایتي چارواکو ترمنځ سخت اختلافات پیدا شوي او چارواکي پر یوه او بل د خیانت تورونه لګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظیمی

زوړ والی صاب ، ستا څخه یوه ساده پوښتنه لرم امید چه جواب یی ووایی. هغه دا چه ته د خپل سرخیل په سیاست او تګلاره نه وی خبر ، چه په خپل ژوند رښتیا مه وایه . ددی حکومت ژوند په درواغو او لاپو شاپو کی دی او بس. ته ډیر د زړه سوی یی. يو کندهاری متل دی وایی ” ک….. څیری کرک مړ” ستا نه دا دنــــیا سوه نه آخیرت. هم بوره او بد نامه. امید چه اوس دی سر خلاص سوی وی چه د درواغو مزل لنډ دی. مخ پر قبله دوه رکعته نفل ادا او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx