نظــر

د لسو امریکایانو قاتل راته کیسه کوي!

خالد ځدراڼ

وایي زه کلیوالو لوفریو د اربکیانو لیکو ته وهڅولم، دی وایي زموږ کنډک د امریکایي قرارګاه سره تر څنګ مېشت و، د امریکایي عسکرو سره به تلو، راتلو او وخت به مو سره تیرولو.

غازي وایي؛ موږ یوه ورځ د امریکایانو استوګنځي ته ورغلو، هلته مېشتو امریکایانو سره مو د لاسونو په اشارې بحث شروع کړ، وایي موږ به ځانونه ورته قوي معرفي کول چې یعنې موږ مسلمانان تر کفارو قوي او پیاوړي یو او دوی به مو د مسلمانانو په مقابل کې ضعیف معرفي کول.

دی وایي دې وخت کې یو امریکایي عسکر له اطاقه قران کریم راوخیستلو اور یې ورته کړ!! دده په فکر چې دا به تر مخ پلان شوی کار وي.

غازي چې ۱۰ کاله یې د بګرام زندان کې تیر کړي او اوس وخت کې د ذهني کمزورۍ سره هم لاس او ګرېوان دی د اوښکو په ډکو سترګو یې راته وویل چې دغو حالاتو (د امریکایانو په لاس قرانکریم ته اور ور اچولو) چې دې پېښې زما ضمیر ته یو ټکان ورسولو او زه چې هغه ځای خالي لاس وم بیرته ترې خپلې قرارګاه ته راروان شوم.

غازي دې وخت کې اوښکې پاکې کړې، راته کړل یې چې پر لاره مې ضمیر او خپل وجدان ملامت کولم چې ته یو خرڅ شوی غلام یې! ته داسې بې ضمیره مسلمان یې چې د خپل پاک کتاب (قرانکریم) دفاع هم نشې کولی او همدارنګه نور رنګا، رنګ سوچونه راسره مل شول.

نوموړی کیسه کوي چې د اربکیانو په لیکو کې راسره یو بل او په ژوند کې نږدې دوست هم و چې موږ دواړو به د ملګرتیا له امله رازونه سره شریکول، وایي همدغه کیسه مې یاد دوست ته بیان کړه، د خپل ضمیر او وجدان لخوا د راکړل شوو پېغورونو مې هم خبر کړ. وایي ملګري مې سمدستي راته وویل چې دغه کیسه همداسې نه پریږدو ضرور به دغو امریکایي شنو سترګو ته جواب ورکوو، غازي وایي چې دغه ورځ مو په عجیب ګنګس حالاتو کې تیره کړه او کله چې سبا شو دواړو په دې اتفاق وکړ چې کله هم دلته زیات امریکایان زموږ د ټوپک شپېلۍ ته برابر شي نو بل وخت به انتظار نکوو او درز به ترې پورته کوو.

ستر غازي د شنو چایو له پیالې غړپ وکړ او د مېز پر سر د پیالې له کېښودلو سره یې وویل؛ مازدیګر وخت د امریکایانو د قرارګاه په میدان کې یو شمیر امریکایان په والیبال لګیا وو، ما او دوهم دوست د امریکایانو له چغو او خنداګانو درک کړه چې خلک زیات دي او په والیبال لګیا دي، نو له خپلې قرارګاه پرته له کوم پلان د ټوپکانو سره یو ځای ور روان شوو، وایي کله چې له خاورینو بروجونو د امریکایانو کمپ (قرارګاه) ته ور واوښتو نو دې وخت کې مو په خپل مینځ کې پدې خبره جنجال راغلو! چې ما ویل په والیبال اخته امریکایان زه وژنم او د بام پر سر (مورچل) کې ناست امریکایي عسکر به ته وژنې، غازي وایي ملګري راسره نه منله، هغه په والیبال اخته امریکایي عسکرو ته شله و چې دا زه وژنم!

غازي له سره ټوپۍ کوزه کړه خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ وایي؛ ما اتفاق ورسره وکړ په برج (مورچل) کې امریکایي عسکرو ته زه مورچه شوم او په والیبال اخته امریکایي عسکرو باندې مې دوهم ملګري برید شروع کړ، درز او غرب شو، ګردونه او دودونه شول د الله اکبر تکبیرونو مو غوسه داسې یخوله لکه په سینه مو چې واوره راوریږي!!

غازي د لاس پنځه ګوتې پورته کړې چې جګړې فقط شاوخوا ۵ دقیقې وخت ونیولو او وایي ماته پته نشته خو د امریکایي مورچل څخه ډز هم ندی رانه شوی، شاید وار د مخه مې پیکا ته ناست امریکایي مرداړ کړی وي، خو په میدان کې چیغو او فریادونو زما فکر ور جلب کړ یعنې ومې غوښتل چې هغې خوا ته وروګورم.

غازي په حیرانتیا سره لګیا دی وایي؛ میدان کې خړ ګرد و، چیغې وې نعرې وې، زموږ تر شا د ملي اردو ټانګ موږ نه و لیدلی چې هغې راباندې ډزې شروع کړې چې پر ځمکه را پرېوتم او زخمي شوم، وایي له هغه ټانګ څخه پیکا ته ناست داخلي عسکر زما دوهم ملګری هم په تندي وویشت او شهید یې کړ (تقبله الله) او زه په پښو زخمي شوم.

غازي سپینه طالبي ټوپۍ پر سر کړه وایي؛ چې هغلته د ثانیو په مابین کې داخلي عسکر او امریکایان یو ځای راورسیدل او په زخمي حالت کې یې راباندې د وهلو شروع وکړه او خپلو وژل شوو امریکایانو ته یې هیڅ داخلي عسکر نه ورپرېښودلو تر څو هليکوپتر راغلو زه او وژل شوي امریکایان یې یو ځای ور پورته کړو او بګرام ته یې یوړو….

نوموړی له څو کلن زندان ورسته د دوحې د توافق په اساس له بند څخه راخلاص شو.

نوټ: ددې ستر اتل او غازي … هویت په لیکنه کې د یو شمیر امنیتي ستونزو له امله پټ ساتل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul-Rauf Alam

الله تعالی دی ، د ملګری شهادت قبول او فردوس جنت ورنصیب ګړې او غازې ته ډیر، ډیر اجرونه ،روغتیا او سلامتې غواړم.

الحاج استاذ بیانزی

هغه وخت چه کمونستان زمونږ هیواد کی وزیږول شول په اوایلو کی خو یی د اسلام سپیځلی دین په اړه بد څه نه ویل مګر د داود خان سره له ګډی کودتا وروسته یی سترګی سپینی شوی په ښکاره به یی ویل چه مونږ له مادی پرته بل څه نه پیژنو او کله چه یی په داود خان هم کودتا وکړه او بوره قدرت یی تر لاسه کړو بیا به چه یی څوک په لمانځه یا روژه نیولو ولید هغه به یی له تیغه تیروو مګر هغوی تیوریکی ماتریالیزم باندی عقیده لرله . نوی نړیوال استعمار چه د کمونستی او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx