افغانستانسولې اړوند خبرونه

حفیظ منصور: ارګ او مصالحې عالي شورا د سولې په اړه د نظر یووالی نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې تمه ده روانه اوونۍ د قطر په پلازمېنه کې د بین الافغاني مذاکراتو ټيمونه د خبرو مېز ته راټول شي او د اجنډا پر مهمو موضوعاتو بحثونه پیل کړي؛ د کابل د مذاکراتي ټيم یو تن غړی وایي، د پخلاینې عالي شوراو ارګ ا د سولې په اړه د نظر یووالی نه لري او هر یو بېل، بېل امرونه کوي.

حفیظ منصور چې په کابل کې یې د ستراتیژیکو څېړنو د مرکز له لوري رابلل شوې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې ارګ او مصالحې عالي شورا د نظر یووالی نه لري او دده په الفاظو ارګ یو امر کوي او مصالحې عالي شورا بل څه وایي.

منصور وړاندې زیاته کړه، چې د سولې لپاره باید د هیواد دننه هم اجماع رامنځته شي او هیڅ داسې بهیر یا ډله د باندې پاتې نشي، چې په افغان سوله کې رول لري.

نوموړې ددې تر څنګ پر حکومت غږ وکړ، چې د نظام د ساتنې په موخه د لنډ مهالي حکومت جوړېدو ته سر ټيټ کړي؛ ځکه دده له قوله، بله هیڅ داسې لار شتون نلري، چې ور څخه په کار اخیستو طالبان په حکومت کې مدغم کړل شي.

منصور له طالبانو څخه د سیمې د یو شمېر هیوادونو په ملاتړ اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو موجودیت خطر بولي او له همدې امله له طالبانو ملاتړ کوي.

ده پر حکومت غږ وکړ، چې د امریکایي ځواکونو د وتلو د لړۍ له دوام سره  هم مهاله د سیمې له هیوادونو سره په اړیکه کې شي او داسې حلقه جوړه کړې چې د افغان سولې «په ګټه وي.»

نوموړي په دوحه کې د خبرو پيلېدو ته د کابل د ټيم له چمتووالی خبر ورکړ او یاده يې کړه، چې د کابل مذاکراتي ټيم به د دوشنبې په ورځ د دوحې په لوري روان شي.

پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې تمه ده په دوحه کې روانه اوونۍ د افغان سولې خبرې بیا ځلې پیل شي او پر اړینو موضوعاتو باندې بحثونه وشي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx