نظــر

د خوب په نړۍ کې له استاد ياسر سره يو هيله بښونکی مجلس

حدید الله ذاکري -لندن

د پیغمبر علیه السلام پر رحلت د ځمکې او آسمان تر منځ د اړ‎یکې کړ‎کۍ بندہ شوہ. خو د دې رابطې یوہ وړ‎ہ کړ‎کۍ چې پیغمبر علیه السلام د نبوت شپږ‎څلویښتمه برخه گڼلې، د الرویا الصادقه یا رښتیني خوب په بڼه به د مسلمانانو د ھدایت لپارہ تل موجودہ وي.

د بخاري شریف په یوہ حدیث کې چې حضرت ابوقتادہ رضی الله عنه روایت کړ‎ی،  پیغمبر علیه افضل السلام و التسلیم نیک خوبونه د الله عزوجل او بد خوبونه د شیطان له طرفه یاد کړ‎ي؛ فرمايي: الرؤيا الصادقة من الله، والحلم من الشيطان.

ھمدا راز پیغمبر علیه السلام د ښو خوبونو د بیان او د بدو خوبونو چاته د نه ویلو توصیه کړ‎ې نو زہ ھم د ھمدې نبوي فرمودې په اساس د خپل خوب د بیان جسارت کوم!

زما خوب:
د نوي عیسوي کال او د جمعې په مبارکه شپه مې د استاد یاسر سرہ په خوب کې اوږد مجلس د هغه چا په توسط وکړ چا چې زما (د خوب لیدونکي) او د دوو جهادونو ستر قائد مولوی جلال الدین حقاني صاحب رحمة الله علیه ملاقات او پیژندگلوي په لومړ‎ي ځل په کابل کې د امارت د اقتدار پر مھال کړې وه.

استاد یاسر سره مو د ھماغه مولوي صاحب په میلمستون کې شپه تیره کړه.

په مېلمستون کې زه یو قسم کوربه وم، ځکه چې مولوي صاحب زما یو څه خپلوان او نژدې دوست دی.

زہ دې میلمستیا ته داسې دعوت شوی وم چې د استاد یاسر د گډون را ته نه و ویل شوي.

زہ د استاد پر ناببرہ لیدو ډیر حیران شوم، ځکه چې موږ‎ پخوا سرہ نه و لیدلي او نه مو مخامخ سرہ شناخت درلود، دلته ھم ناڅاپه د کوربه د کور په دروازه کې سره مخ شو!

موږ‎ د کور دروازہ وټکوله، کوربه دروازہ پرانیسته او موږ‎ د یو بل نا اشنا ملگري سرہ چې د استاد سرہ راغلی و، یو ځای کور ته ننوتلو.

زه او له استاد سره راغلي بل ناشنا ملګري لاندې د کور په انګړ کې پر کټ کښیناستو.

استاد او کوربه مولوي صاحب پاس وختل ډیر وخت یې خصوصي مجلس وکړ چې بیا وروسته استاد راښکته شو.

ماسره یې د یو نژدې شناخته په شکل برخورد وکړ.

فکر کیده ښایي کوربه مولوي صاحب چې زه يې له نژدې پیژندم، استاد ته یې هم زما تعارف زما په غیاب کې کړ‎ی وي.
خو بالاخره استاد راسره د امارت په سیاسي نظامي او د سولې په رابطه ډیر اوږد مجلس او داسې کیسې وکړه چې تر اوسه مې د هیڅ مشر سره نه دي کړي او هغه هم راته زمونږ د نژدې دوستانو چې پخوا د دوی په تنظیم کې وه ډیرې خبرې او کیسې وکړې، حتی تر دې چې کورنی تګ راتګ یې ورسره درلود؛ وویل، ممکن زما او د استاد د هغه دوستانو سره زما د کورنۍ
د خپلوۍ په رابطه معلومات به ورته ھم هغه کوربه مولوی صاحب ورکړي وي.

خو یوه خبره راته بې ځوابه پاتې ده چې د استاد سرہ مل بل ملګري لنگوټه نه وه په سر کړ‎ې او ما فکر کاوہ څوک ډریور یا کوم بل عادي کس یې له ځان سره ملګری کړی خو نوموړي شخص کافي معلومات درلودل، د امارت لپاره یې ښه نیت نه درلود، ډیرې منفې نیوکې یې کولې، ما کوشش وکړ چې له حقیقتونو یې خبر کړم تر څو وپوهیږي نو ځکه زه ورسره بیرون ناست وم او فکر کوم زما او د هغه شپه هم لاندې د کور انګړ کې سره یو ځای وه، سبا ته چې استاد د کوربه له کوره راښکته شو استاد راغی له ما سره په وطني کټ کې کښیناست، خو دغه ملګری زما او د استاد په مجلس کې دخیل نه و، خو لرې په حویلۍ کې ګرځیده او بهترینه برګه زما د خوښې لنګوټه یې تړلې وه.

د روان سیاسي وضعیت په رابطه مو سره زړه وخوړ ما د ټولو خبرو وروسته استاد ته د خپلو سفرونو لنډ معلومات ورکړل د ځینو مشرانو ملګرو د مثبت او منفي کړنو په رابطه مو بحث وکړ، استاد سخت فعال مالومیده، ھغه د امارت په وړ‎اندې د شرق او غرب، لرې او نژدې گاونډیانو او نورو دسیسې، مانورې، توطئې او په گوړ‎ہ کې زھر له ورایه لیدل، سیاسي درایت او د مؤمن له فراست څخه الله عزوجل غوښنه برخه ور په نصیب کړ‎ې وہ.

ما ورته وویل رهبریت ستاسې په شان یو فعال کس ته ضرورت لري، ھغه راته وخندل ویل یې: خدای دې خیر کړي دعاوې کوه په ټولو مسائلو به په شریکه کار وکړو.

ما د خپلو روانو سفرونو په اړ‎ہ معلومات ورکړل چې د کراچۍ ته د تګ نوم مې ورته واخیست خو یو بل ځای مې هم ورته وښود چې اوس راڅخه مطلق هیر دی، هغه هم سفرونه راته وویل خو هیڅ یې د سفر پرځای او پلان پوه نشوم چې چیرې روان و بالاخره خوب د کوربه په کور کې ختم شو!

ما د استاد یاسر سره په حقیقي بڼه هیڅکله مجلس نه دی کړی خو د رښتیني خوب په دې مجلس کې مې ورک استاد په ټولو ھغو مواصفاتو ملبس وموند کوم چې د یوہ رښتیني مشر په شخصیت کې حتمي وي!

لوی رب دې استاد ته که په شھادت رسیدلی وي، په جنت الفردوس کې ځای ورکړ‎ي او که ژوندی وي، رب دې ژر تر ژرہ له اسارت څخه آزاد کړ‎ي!

د استاد تشه د اوسنیو روانو موامراتو په غوبل کې تر بل ھر وخت څخه زیاته محسوسیږ‎ي!

تعبیر یې کړ‎ی ما په ظالمانو به چپه شي
چپه کاکُل مې خوب د جانان لیدلی دی
مرحوم استاد الفت
—————————————————————

حديدالله ذاکري لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د استاد یاسر سره زمونږ د ویښی خوبونو په اړه می داکری صاحب تر اوسه چاته نه دی ویلی چه یاسر صاحب سره مو لمړی د هجرت له اولو شپو ورځو چه هغه لا د مدینی منوری په اسلامی پوهنتون کی زما د یو خپلوان سره یوځای محصل وو د زمری په نوم یو بل ورور هم ورسره وو زه نه پوهیږم چه دغه نوم به یی مستعار او که خپل وو .
فکر کوم دا به ښه وی چه په دی اړه په تبصری سربییره زما خاطری د یاسر صاحب سره په یوه لیکنه کی راټولی کړم.

شاکر

استاد یاسر ته دي الله ج جنت الفردوس ور نصیب کړي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x