افغانستان

«کابل کې غلو د ولسي جرګې د وکیل موټر او وسله لوټلي»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): وسله والو غلو په کابل کې د ولسي جرګې غړی «امیر محمد خاکسار» لوټلی او د نوموړي یو موټر او د ساتونکي یو میل وسله یې له ځانه سره وړي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، تېره شپه ناوخته د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند «پل سرخ» نومي سیمه کې وسله والو غلو چې په رینجر موټر کې سپاره وو؛ د امیر محمد خاکسار یو موټر له ځانه سره بوولی او د نوموړي ساتونکي يې په ډزو کې ټپيان کړي.

خاکسار د خپل موټر او وسلې د لوټل کېدو خبر تاییدوي او په خبره یې، خپله په موټر کې نه وو؛ خو د پېښې عیني شاهدانو ورته ویلي، چې غله په رینجر موټر کې ناست وو او پر ساتونکو یې ډزې وکړې.

ورته مهال د پېښې یو بل عیني شاهد طلوع نیوز ته ویلي، چې په دې نښته کې د خاکسار د ساتونکو د ټپي کېدو تر څنګ یو تن غل هم وژل شوی.

کابل کې غلو داسې مهال د ولسي جرګې د وکیل وسایط لوټلي، چې په دې وروستیو کې د کابل د امنیت چارې د لنډ مهال لپاره د اشرف غني لومړي مرستیال «امرالله صالح» ته سپارل شوي دي او نوموړی د امنیت د ښه کېدو په پلمه هر سهار امنیتي ناسته هم جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا بیا ښه خبر دی چی د ولسی جرګی د یوه وکیل موټر غلا کیږی او یو کس یی ټپی کیږی او غل یی وسله له ځانه سره وړی. په کابل کی اکثره غلا ګانې د همدی پولیسو لخوا کیږی. خلک وږی دی، بیوزله دی وکیلان دی په زرهی موټرو کی بیغمه ګرځی نو خلک باید ورڅخه غلا وکړی. د دوی مال غلو ته حلال دی د غوربندی په فتوای.

غوربندي

هلکه طوطی زه مفتی نه یم اما دومره سترګې لرم چې ښه او بد، حق او باطل وپېژنم.

ستا د مرګ قطعه د همدې غلو او لاټمارو وکیلانو او حکومتی چورواکو ګټې خوندي کوي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x