افغانستان

د قطر امیر د افغان سفیر پر مړیني حکومت او افغان ولس ته تعزیت ویلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني نن د شنبې په ورځ د اشرف غني سره په تلیفوني تماس کې په قطر کې د افغان سفیر عبدالحکیم دلیلي پر مړیني خواشیني ښودلې، د افغانستان حکومت او ولس ته یې د هغه پر مړیني تعزیت ویلی دی.

د قطر د رسمي اژانس قنا د راپور سره سم د قطر امیر نن اشرف غني سره په تلیفوني تماس کې د افغانستان ولس او ولسمشر ته د افغان سفیر پر مړیني تعزیت ویلی دی.

عبدالحکیم دلیلي چې په قطر کې له ډیره وخته اوسیدلی او هلته یې په حکومتي پوهنتون کې زده کړي او استادي کړې وه، د تیرې سې شنبې په ورځ په قطر کې د زړه د حملې له وجې مړ شو، د نوموړي جنازه د تیرې پنجشنبې په ورځ واخیستل شوه او بیا یې جنازه د قطر په ځانګړې الوتکه کې کابل ته یووړل شوه او هلته د اشرف غني او د حکومتي جګپوړو چارواکو په حضور یې بیا جنازه واخیستل شوه او خاورو ته وسپارل شوه.

ددې تر مخه د قطر حکومت پوهنتون (جامعة قطر) او همداسي د اتحاد علماء المسلمین او د قطر نورو دولتي چارواکو او عامو افغانانو لخوا د نوموړي پر مړیني خواشینې ښودل شوې او په جنازه کې يې په زیات شمیر خلکو ګډون کړی وو.

عبدالحکیم دلیلي د افغانستان په وزارت خارجه کې یو د فعالانو دیپلوماټانو څخه بلل کیدی چې په قطر کې د روانو بین الافغاني مذاکراتو له وجې او د سولې په خبرو کې د ښکېلتیا له وجې یې اهمیت لا هم زیات شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx