افغانستانسولې اړوند خبرونه

پمپيو: بین الافغاني مذاکرات یو بې ساري پرمختګ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» له طالبانو سره  د خپل هیواد په کړي تړون ویاړي او په خبره یې، دا یو بې ساري پرمختګ دی چې طالبان او افغان جهتونه خبرې کوي او د نږدې یوه کال په اوږدو کې هیڅ امریکايي وژل شوی نه دی.

پمپیو د ټویټونو په یوه لړۍ کې پر خپل ټویټر لیکلي، چې په تېر یوه کال کې هیڅ امریکایي وژل شوی نه دی او بالاخره افغانانو په خپل منځ کې د سولې او بیارغونې خبرې روانې کړي، چې دا یوې بې ساري پرمختګ دی.

پمپيو په افغانستان کې د امریکايي جګړې د پای ته رسولو په تړاو د پخواني ولسمشر «بارک اوباما» ويډيويي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د بوش د دورې له پیلېدو را وروسته ټولو غوښتل په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر را کم کړي؛ خو د پمپيو له قوله، «یوازې موږ دا کار وکولای شو.»

نوموړي ددې تر څنګ پر خپل ټویټر له ملابرادر اخند، د کابل حکومت له چارواکو، اشرف غني، او د قطر له امیر سره د خپلو لیدنو انځورونه خپاره کړي او له اشرف غني،عبدالله او د قطر له امیر یې مننه کړې چې ددې ناستو کوربتوب یې کړی.

د پمپيو پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او زرګونه امریکایي او ناټو ځواکونه له افغانستانه وتلي.

امریکایی چارواکي وایي، د نوي کال د لومړي میاشتې تر نیمایي پورې افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر دوه زره پنځه سوه ته راټيټوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د پمپیو دا ټویټ مو هم لیدلی چی وایی: تیر کال (۲۰۲۰) کی زمونږه یو عسکر هم ندی وژل شوی؟
نو دا پدی معنی چی د طالبانو تړون د افغانانو د وژلو لپاره یو تړون دی.

غوربندي

زمونږ ځینې متفکر افغانان استدلال کوي چې امریکایان خوندي شول او د ملي اردو ځواکونه د طالبانو له لوري وژل کیژي،،، اما دا یې هېر دي چې امریکایان ځکه خوندي شول چې د طالبانو یو لړ اساسي غوښتنو ته یې غاړه کېښوده او داخلیان ځکه نه دي خوندي چې لا هم د ډالرو په نشه کې د طالبانو د محوه کولو او د امریکایانو د پاته کېدو خوبونه ویني،،او د همدې ناولي هدف لپاره ملکي خلک په نښه کوي،،، په دې اساس د خوندیتوب او نه خوندیتوب اختیار د کابل ادارې په تصمیم پورې اړه لري تر څو د سولې… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx