نړۍځانګړي راپورونه

ايا ترکيه د شرقي ترکستان لسګونه زره ايغوري مسلمانان بېرته چين ته سپاري؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): چين او ترکيې په ۲۰۱۷ کال کې د اتباعو د سپارلو  دوه اړخيزه تړون لاسليک کړی و.

د دغه تړون له مخې به ځينې کډوال او د شرقي ترکستان هغه ايغوري مسلمانان بېرته چين ته سپارل کيږي، د چين له لوري پرې په «ترهګريزو پېښو کې د ککړتيا شک وي».

تېره ورځ د چين پارلمان د اتباعو د تبادلې دا تړون تصويب کړ؛ خو د ترکيې پارلمان تراوسه د دې تړون د رد يا تاييد په اړه څه نه دي ويلي.

د چارو څارونکي وايي، د دې تړون په مرسته به چين وکولی شي، په ترکيه کې مېشت ايغوري مسلمانان بېرته خپل هېواد ته وغواړي او دوی هم د نورو ايغوريانو په څېر له ستونزو او کړاوونو سره مخ شي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوېش اوغلو دا ګنګوسې رد کړي او زياته کړې يې ده، چې تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې او نه هم تر اوسه پارلمان د دې هوکړې د تاييد پرېکړه کړې ده.

ويل کيږي، چې په ترکيه کې د دې هوکړې د مخالفت نظرونه زيات دي.

د ترکيې د پارلمان غړو ويلي، د دې هوکړې له مخې به ايغوري مسلمانان لاس تړلي چين ته وسپارل شي او دوی بايد د داسې يوې هوکړې برخه نه شي، چې د ايغوريانو ژوند له ننګونو او ستونزو سره مخ کړي.

په اروپا کې د بشري حقونو د چارو فعالان او په ځانګړې توګه له هېواده بهر د ايغوري مسلمانانو مشرانو ويلي، چين د دغه تړون د عملي کولو لپاره پر ترکيې اقتصادي او ډيپلوماټيک فشارونه زيات کړي دي.

دغه ايغوري مشران وايي، چين ترکيې ته د کويډ۱۹ واکسين لېږلو لړۍ هم له دې امله ځنډولې، تر څو ترکيه اړ شي، چې د ايغوريانو د سپارلو په اړه د چين غوښتنه ومني.

پر ايغوري مسلمانانو کوم تورونه او شکونه دي؟

د بشري حقونو لپاره کار کوونکي بنسټ «نور ډک مانيټر» هم د چين او ترکيې ترمنځ د دې هوکړې په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د چين د بشري حقونو د دفاع کمېټې وياند ليو لين د برتانيې ګا‌رډين ورځپاڼې سره په خبرو کې اندېښنه ښکاره کړې، چې د دغې هوکړې له مخې به له چين څخه بهر اوسېدونکي ايغوري مسلمانان په زوره بېرته چين ته ولېږدول شي او هلته به د نظربندۍ سربېره له ګڼو ننګونو او ستونزو سره مخ شي.

 

په ۲۰۱۸ کال کې د جرمني او سويډن حکومتونو له خپلو پارلمانونو په جلا جلا ډول دوه قراردادونه منظور کړي وو او دواړو پرېکړه کړې وه، چې ايغوري مسلمانان به بېرته چين ته نه ستنوي.

د اروپا پارلمان هم يو قراداد منظور کړی و او د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو يې غوښتي و، چې له چين څخه بهر اوسېدونکي ايغوري مسلمانان به په زوره بېرته چين ته نه لېږل کيږي، همدارنګه د ماليزيا حکومت هم د ايغوري مسلمانانو په ملاتړ يو قراداد منظور کړی و.

د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه اندېښنه لري، که ايغوري مسلمانان هم بېرته چين ته ولېږل شي، نو دوی به هم د د شرقي ترکستان سنکيانګ مېشتو ايغوري مسلمانانو په څېر له کتلوري نسل وژنې سره مخ شي.

د چين پر حکومت تور دی، چې د سنکيانګ ايالت لس لکه ايغوري مسلمانان يې په جبري کمپونو کې بند کړي

د چين پر حکومت تور دی، چې د سنکيانګ ايالت لس لکه ايغوري مسلمانان يې په جبري کمپونو کې بند کړي، پر هغوی ډول ډول ظلمونه کوي او شکنجه  کوي، تر څو له خپل مذهب او کلتور څخه بې زاري اعلان کړي، خو چين تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.

د ايغوري مسلمانانو او ترکانو اړيکې

ترکيه تل ايغوري مسلمانانو ته پناه ورکړې او اوس مهال هم په ترکيه کې د ايغوري مسلمانانو شمېر شاوخوا پنځوس زره ښوول کيږي، چې د ټولې نړۍ په کچه تر ټولو زيات ايغوري مسلمانان په ترکيه کې اوسېږي.

ترکيه له پيله د ايغوري مسلمانانو په اړه ښه نظر او دريځ لري.

ځينې تاريخ پوهان وايي، د ايغوريانو او ترکانو اړيکې هغه مهال پيل شوې، چې د عثماني خلاف مشر سلطان عبدالعزيز په ۱۸۷۳ کال کې د چين کوينګ سلطنت پر خلاف د جګړې لپاره ايغوريانو ته وسلې لېږلې وې.

تر دې وروسته د سنکيانګ ايغوري مسلمانانو سترګې تل د ترکيې پر لور وې، په ۱۹۴۹ کې له کميونسټي انقلاب وروسته د چين د هغه وخت مشر ماوزې تنګ دا سيمه په بشپړ ډول په خپل واک کې واخيسته.

هغه مهال ډېرو ايغوريانو او ترک اصله مسلمانانو له سينکيانګ څخه هجرت پيل کړ او ډېرو يې په ترکيې کې پناه واخيسته. امريکا او ملګرو ملتونو هم ايغوري مسلمانانو ته د پناه ورکولو له امله له ترکيې سره مرسته وکړه، ترکيې دغو ايغوري مسلمانانو ته تابعيت هم ورکړی و.

امريکا اوس هم د ترکيې حکومت مننه او ستاينه کوي، چې لسګونو زرو ايغوري مسلمانانو ته يې پناه ورکړې ده.

خو له تېرو څو کلونو راهيسې چين او ترکيه يوه بل ته دومره نږدې شوي، چې ان پر ترکيې تور پورې شوی، چې غواړي، ايغوري مسلمانان بېرته چين ته وسپاري.

د اتباعو د تبادلې په دې هوکړه کې څه کېدای شي؟

اګر که ترکيې ويلي، چې ايغوري مسلمانان به مستقيما چين ته نه سپاري، خو داسې اندېښنې شته، چې ترکيه به دغه مهاجرين تاجکستان ته ولېږي او له هغه ځایه به بيا چين ته د دوی نيول اسانه وي.

بل پلو د ايغوري مسلمانانو لپاره د ترکيې تابعيت ترلاسه کول ورځ تر بلې سختيږي.

په ترکيې کې اوسېدونکي ايغوري مسلمانان وايي، چې د چين پوليس دوی ته په ټيليفون ګواښونه کوي، که د چين کميونيسټ حکومت پر خلاف يې غږ پورته کول بند نه کړل، نو په سنکيانګ کې به د دوی پر خپلوانو او دوستانو ډېر ظلمونه وکړي.

په جرمني کې د ايغوريانو  د نړيوال کانګريس يوه مشر غړي دلذات رکست فرانسوي رسنيو ته ويلي، هغه ايغوري مسلمانان له ډېرو خطرونو سره مخ دي، چې تر اوسه يې د ترکيې تابعيت نه دی ترلاسه کړی او اندېښنه لري، چې د ترکيې حکومت به يې چين ته وسپاري.

د ايغوريانو نړيوال کانګريس د ترکيې له حکومته غوښتي، چې د ايغوري مسلمانانو د ځورولو څخه ډډه وکړي او له چين سره د داسې تړون ملاتړ ونه کړي، چې د ايغوري مسلمانانو خلاف وي او د هغوی ژوند ته ترې ګواښونه او ستونزې پيدا کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx