دیني، سیرت او تاریخ

فقهي قواعد«لومړۍ برخه»

عنايت الله عادل

فقهي قواعد چې اساس يې قرآن، حديث، اجماع، قياس او نور شرعي دلائل دي.

د فقهي قاعدې لغوي معنا:فقه: د انسان د شرعي مکلفيتونو، حلالو او حرامو او د مکلف پر فعل د مرتبو آثارو پوهه ده.

قاعده: اصل.

فقهي قواعد په اصطلاح کې:فقهي قواعد له هغو کلي شرعي حکمونو څخه عبارت دی، چې د فقهې په مختلفو بابونو کې په خپلو ټولو يا زياترو جزئياتو تطبيق کيږي، لکه: الضرورات تبيح المحظورات.

د تعريف شرحه:کلي حکمونه: عمومي حکمونه، داسې چې ګڼې جزئې مسئلې، صورتونه او حالتونه يې لاندې داخليږي او پر هغوی تطبيق کيږي.

شرعي حکمونه:فقهي قاعدې شرعي حکمونه دي، چې بنسټ او اساس يې قرآن، حديث، اجماع، قياس او نور شرعي دلائل دي. د (ځمکې د جاذبې) او د (عرضې او تقاضا) د قوانينو په څېر اصول نه دي، چې له طبيعت څخه اخيستل شوي او شريعت يې بنسټ نه دی.

د فقهې په مختلفو بابونو د تطبيق وړتيا: فقهي قاعدې د فقهې تر يوه باب پورې محدودې نه دي، بلکې په ټوله فقه کې د چلن او تطبيق وړ دي. که چيرې کومه قاعده د يوه باب پورې، د بېلګې په توګه د قرض، ربا يا جهاد پورې محدوده او منحصره وي، فقهي قاعده نه بلل کيږي، بلکې د (فقهي ضابطې) په نامه ياديږي.

فقهي قاعدې په خپلو ټولو جزئياتو تطبيق کيږي او کله داسې هم وي چې له فقهي قاعدې څخه ځينې استثناءات موجود وياو په اکثرو او زياترو جزئياتو د تطبيق وړ وي.

د فقهي قاعدې مصادر:قرآن کريم، نبوي سنت، اجماع او قياس د فقهي قواعدو منابع او سرچينې دي.د بېلګې په توګه د (المشقة تجلب التیسير) قاعده د قرآن کريم له دې آيت (وما جعل عليکم في الدين من حرج) (الحج:۷۸) څخه اخیستل شوې.د (الأمور بمقاصدها) فقهي قاعده د پیغمبر عليه السلام له دې حديث (إنما الأعمال بالنيات) څخه اخیستل شوې او د (لا مساغ للاجتهاد فی مورد النص) قاعده له اجماع څخه اخیستل شوې.

د فقهي قواعدو تاريخ:د زياترو فقهي قواعدو مفهوم په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې پروت وي او آن کله کله فقهي قواعد په لفظي بڼه په نبوي احاديثو کې ليدل کيږي، لکه د (البینة علی المدعي واليمين علی من انکر) قاعده او نورې قاعدې.

ډېرې فقهي قاعدې په خپلو اوسنيو بڼو د فقهې د امامانو په کتابونو کې تر سترګو کيږي، لکه د امام ابويوسف په الخراج، د امام شافعي په الرساله او الأم، او د امام محمد په الأصل نومې کتابونو کې. دا فقهي قواعد امامانو له قرآن، سنتو او نورو سرچينو څخه استنباط او په لنډو الفاظو کې ترتيب کړي، او د فقهي بحثونو په ترڅ کې يې بیان کړي اواستدلال يې ورباندې کړی.
د فقهي قواعدو په راايستلو او ترتيبولو کې د حنفي مذهب امامان له نورو وړاندې دي.

د لومړي ځل لپاره امام ابو طاهر الدباس فقهي قواعد په يوه ځای راټول کړل. نوموړي د حنفي مذهب مهم قواعد په (۱۷) فقهي قواعدو کې راونغاړل.

له امام الدباس وروسته امام ابوالحسن کرخي نور فقهي قواعد ورزيات کړل او (۳۷) يا (۳۹) قاعدو ته يې شمېر ورساوه.وروسته امام نجم الدین نسفي دا قاعدې شرحه او توضېح کړي.

له دې وروسته د نورو مذاهبو علماوو هم فقهي قواعد راټول او د مستقلو کتابونو په ترڅ کې ترتيب او تنظيم کړې.اتمه هجري پيړۍ د فقهي قواعدو دپراختيا او غوړېدا پيړۍګڼل کيږي.

د فقهي قواعدو ګټې:فقهي قواعد لاندې ګټې لري:
۱. يوه لاره ترسیموي او د احکامو په استنباط کې د ګډوډۍ مخه نیسي.
۲. لنډې جملې دي، زده کول يې اسانه او په لږو الفاظو کې ډېر حکمونه نغښتي وي.
۳. د احکامو علتونه او د شريعت اسرار او دلائل په ګوته کوي.

نوربيا……

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx