روغتیا

کرونا ویروس؛ یو اته کلن ماشوم د قرنطین پرمهال ۵۰ کتابونه لوستي او یو کتاب یې لیکلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): میلان کمار، یو اته کلن ماشوم د کرونا ویروس لومړي قرنطین او بندیزونو پرمهال له ۵۰ کتابونو مطالعې وروسته د کرونا وبا په اړه خپل کتاب لیکلی دی.

د میلان کمار د کتاب سرلیک (راځئ د کوویډ پرمهال د اخترونو لمانځنه وپيژنو) خپور کړ، هغه د وبا په جریان کې د رخصتۍ جشنونو لمانځلو او خوشالي کولو په اړه دغه کتاب لیکلی دی.

میلان وایي، «ما دغه کتاب وروسته له هغه ولیکه چې د لومړي قرنطین او بندیزونو پرمهال مې ۵۰ کتابونه مطالعه کړل، نوموړی زیاتوي، «دا زما لپاره یو ویاړ دی».

د کتاب له پلور څخه به لاسته راغلې پيسې د «لوست او لیک زده کړې ملي صندوق» ته ورکړل شي.

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جونسن او ددغه هېواد شهزاده چارلس میرمنې دغه کار «د پام وړ لاسته راوړنې» بللي، میلان کمار ته یې د مبارکۍ ترڅنګ د (Points of Lights) جایزه ورکړې. دغه جایزه هغو ځانګړو کسانو ته ورکول کیږي چې په ذاتي هڅو خپله ټولنه کې مثبت بدلون راولي.

اته کلن میلان چې تر دې دمه یې د کتاب په واسطه ۳ ملیونه برتانوي پاونډه راټول کړي وایي، «زه د ډیر ویاړ احساس کوم چې ما په خپلو هڅو د نورو په ژوند کې چې له کوویډ ناروغۍ څخه اغیزمن شوي مثبت بدلون راوست، ځکه چې لوست د خلکو روغتیا او خوندیتوب ته وده ورکوي».

هغه زیاته کړه، «زه د کتابونو له لارې د نړۍ په اړه لوستل او زده کړې خوښوم، او له همدې لارې غواړم ماشومانو سره مرسته وکړم تر څو له زیاتې مطالعې سره اشنا شي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x