ټکنالوژي

د ۲۰۲۱م کال د پېل شپه، پر واټس اپ له «۱۰۰ ملیاردو» زیات پیغامونه لیږل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): برتانوي ورځپاڼې «ډيلي میل» څرګنده کړې چې د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ شپه کاروونکو پر واټس اپ له ۱۰۰ ملیاردو زیات پیغامونه استولي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، په یوه ورځ دا د واټس اپ لپاره په یوه ورځ تر ټولو زیات پیغامونه دي چې یوه بل ته استول کیږي، په دې کې شاوخوا ۱۲ ملیارده عکسونه هم لیږل شوي دي.

د ډیلي میل په وینا، دا د واټس اپ په شهرت کې نوی زیاتوالی څرګندوي چې د نړۍ په کچه خپریدل یې لا هم دوام کوي.

د برتانوي ورځپاڼې په وینا، برتانیا کې پر دغه شپه ۹۰۰ ملیونه پیغامونه ترلاسه شوي په داسې حال کې چې د هندیانو له لوري د لیږل شوو پیغامونو تناسب تر ۲۰ ملیاردو زیات دی.

د خواله رسنیو مشهور شرکت واټس اپ وایي، «لکه څرنګه چې تاسو پوهیږئ په ټوله نړۍ کې خلکو یوځای له ملګرو او کورنۍ سره نوی کال ولمانځه، مګر ډیرو خلکو چې نشو کولی په شخصي ډول له خپلو ملګرو سره دغه خوښي ولمانځي د تلیفونونو له لارې له نورو سره د نوي کال هیلې شریکې کړې».

ډیر احتمال شتون لري چې په دومره کچه پیغامونه اکثره سلامونه او د نوي کال مبارکیانې وې، خو واټس اپ د خپل سخت امنیتي خوندیتوب له کبله د پیغامونو مینځپانګه نشي تاییدولی.

دا هغه امنیتي خوندیتوب دی چې واټس اپ یې خلکو د ورکولو دعوه کوي چې د شرکت په ګډون هیڅوک نشي کولی ستاسې پیغامونه ولولي.

باید وویل شي، واټس اپ په نړۍ کې تر ټولو زیات کاروونکي لري چې اوسمهال یې د فعالو کاروونکو شمېر له ۲ ملیاردو زیات دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x