افغانستان

د کابل ښار په یوې نانواېي کې د ګازو ډبې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): تیره شپه د کابل ښار برکي څلورلارې ته څېرمه یوې نانوايي کې د ګازو ډبې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

دا پېښه تیره شپه ناوخته د برکي څلور لارې اړوند تاج کانټینینټل هوټل ته څېرمه یوې نانوایې کې د ګازو ډبې چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، په دغه پېښه کې ۵ تنه مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

له بل پلوه د پېښې عیني شاهدانو بیا رسنیو ته ویلي، ددې چاودنې له کبله سیمه کې سخته اورلګېدنه رامنځته شوې، چې ورسره نیږدې دوکانونو هم اور اخیستی او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

د ژمي موسم په راتلو سره د پلازمینې کابل او ولایاتو په ګډون د هېواد مختلفو برخو کې د ګازو نیولو او ګازو ډبو چاودنو له کبله وخت ناوخته داسې پېښې رامنځته کیږي.

د تیرې سه شنبې په ماښام هم د ننګرهار ولایت غني خیلو ولسوالۍ پنځه ویشتمې ویالې سیمه کې د یو کور دننه د ګازو ډبې چاودنې له کبله د دوو ماشومانو په ګډون ۵ تنه مړه او ۳ نور ټپيان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x