افغانستان

بمي چاودنې د کاپیسا د علماوو شورا د مشر په ګډون ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کاپیسا ولایت د علماوو شورا مشر مولوی میرویس کریمي په موټر بمي چاودنه کې د نوموړي په ګډون ۶ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

دا پېښه نن ماسپښين د کاپیسا ولایت مرکز په صیاد تفریحي سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ددې ولایت د علماوو د شورا مشر میرویس کریمي موټر د مقناطیسي ماین هدف وګرځېده.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند شایق شورش وايي، په دغې بمي چاودنه کې د علماوو شورا مشر میرویس کریمي برسیرن ټپي شوی او ۵ تنه ساتونکي یې وژل شوي دي.

د پېښې له ځایه اخیستل شوو انځورونو کې ښکاري چې پر یو هایلکس ډوله موټر د اور لمبې راڅرخي او د اور وژنې عمله یې د مهارولو هڅې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx