ټولنیزه برخه

د یوه خراساني او مکي ښایسته کیسه

حامد افغان

ابن جریر الطبري رحمه الله وایي: زه د حج موسم کې په مکه کې وم، د خراسان (تقریبا افغانستان) یو سړی مې ولید چې نارې یې وهلې: اې حاجیانو! اې د مکې خلکو! یوه کڅوړه رانه ورکه ده، په هغه کې زر دیناره دي! که چا پیدا کړې وي او رایې راکړي، الله دې اجرونه ورکړي، الله دې له جهنمه وساتي.

نو د مکې یو بوډا ورپورته شو، ورته ویې ویل: اې خراسانیه! زموږ د ښار (مکې) د خلکو سخت حالات دي، له اقتصادي پلوه ډېر کمزوري دي، د حج څو شپې ورځې دي، د ګټې لارې چارې نشته، که ستا د دینارونو کڅوړه کوم مسلمان او غریب بوډا پیدا کړې وي، هغه تا ته ستا کڅوړه درکړي، ته به څومره حلاله شکرانه ورکوې؟ خراساني ورته وویل: هغه به څومره غواړي؟ بوډا ورته وویل چې هغه به سل دیناره وغواړي.

د خراساني خوښه نه شوه، ول دا مې نه ده خوښه، زه مې خپل کار الله ته سپارم، هغه ته به شکایت کوم، هغه زما کافي دی او هغه به مې چاره کوي. ابن جریر الطبري رحمه الله وویل زه پوه شوم چې همدې بوډا د دینارونو کڅوړه پیدا کړې ده. اوس طمعه کوي چې خراسانی څه مرسته ورسره وکړي.

ابن جریر وایي: بوډا چې کور ته روان شو زه له شا ورپسې شوم، نو هماغه زما خبره شوه، کور ته چې ننوت پخپله مېرمن “لبابة” یې غږ وکړ، هغې ورته کړه پخیر راغلې ابو غیاثه! هغه ورته وویل: زر دیناره مې پیدا کړي، خو څښتن یې پیدا شو او نارې یې وهلې، ما په یوه طریقه ورته وویل چې موندونکي ته یې څه ورکوې؟ خو هغه انکار وکړ، اوس زه څه وکړم؟ زه له الله تعالی نه وېریږم، خامخا یې بېرته ورکوم.

ښځې یې ورته وویل: وه سړیه! پنځوس کاله مې په توره نیستې کې درسره تېر کړل، څلور دې لوڼه دې، دوه خوېندې، زه او مور دې او نهم ته یې، هیڅ په کور کې نه لرو، ان یو پسه هم نه لرو، په پیسو خپل کار روان کړه، موږ ماړه کړه، خوراک او پوښاک راته برابر کړه، زموږ حال خو ته ښه وینې! بیا به دې الله شتمن کړي، د دې پیسو خاوند ته به د هغه پیسې بېرته ورکړې.

بوډا ښځې ته وویل: وه لبابه! په دې عمر حرام وخورم؟! دومره عمر مې په غریبي صبر کړی و اوس خپلې کولمې د حرامو په لمبو وسوځم؟! اوس چې زه قبر ته نږدې شوی یم، الله راته په قهر کړم؟! نه نه، والله که حرام وخورم.

ابن جرير الطبري وایي: د بوډا او د هغه ښځې کیسې ته حیران پاتې شوم او بېرته خپل ځای ته راغلم، سبا ورځ مې بیا د پرون په څېر د خراساني نارې واوریدلې، بیا هماغه بوډا ورته وویل: وه خراسانیه! پرون مې هم درته وویل چې ستا د دینارونو په موندونکي سخا وکړه، څو هغه د شریعت خلاف کار ته مجبور نه شي، پرون مې درته وویل چې سل دیناره ورکړه، نن به له هغو تېر شي، ځه ډېرې نه، لس دیناره ورکړه هم، هغه به یې ومني. خراساني وویل دا مې نه ده خوښه، زه مې خپل کار الله ته سپارم، هغه ته به شکایت کوم، هغه زما کافي دی او هغه به مې چاره کوي.

دریمه ورځ بیا خراساني هماغه نارې وهلې او بیا هماغه بوډا ورپورته شو، نن یې د لسو دینارونو پر ځای یو دینار وغوښت، چې په نیم دینار به مېږه یا وزه واخلي او په نیم به د کور نور کم ضرورتونه پوره کړي، خو خراساني هماغه خبره کوله چې دا مې نه ده خوښه، زه مې خپل کار الله ته سپارم، هغه ته به شکایت کوم، هغه زما کافي دی او هغه به مې چاره کوي.


د مکي بوډا هم نوره حوصله ختمه شوه، خراسانی یې له لاسه ونیو، ورته کړه یې راځه، چې دینارونه دې درکړم او دا شپه خو خوب وکړم، چې ستا پیسې مې موندلې دي دا څو شپې مې سم خوب نه دی کړی.

ابن جریر وایي: دوی دواړه چې سره روان شول زه هم ورپسې روان شوم، بوډا کور ته ننوت، له دینارونو ډکه کڅوړه یې راوایستله، خراساني ته یې ورکړه، ورته کړه یې: پیسې دې واخله، ماته دې الله بښنه وکړي، الله دې حلاله روزې رانصیب کړي.


خراساني د تعجب او حیرانې په حالت کې پیسې ورواخیستلې، روان شو، چې لیږ ولاړ بېرته راوګرځیدی، بوډا ته مخامخ ودریدی او ورته ویې ویل: بابا! څه موده مخکې زما پلار ومړ، الله دې وبښي، هغه ماته دری زره دیناره پرېښودل او وصیت یې راته وکړ چې د دې پیسو دریمه برخه ( زر دیناره) به په یقیني مستحقو خلکو وېشې. خراساني زیاته کړه: نو هغه زر دیناره مې په دې کڅوړه کې راواچول، څو یې په غریبانو ووېشم.

خراساني وویل: خو زه چې له خراسانه راوتلی یم، تر دې ځایه مې داسې سړی نه دی لیدلی چې ستا نه یې ښه مستحق وي. نو دا زر دیناره درواخله، الله دې درته برکتي کړي او الله دې د امانتداري او پر غریبي د صبر اجرونه درنصیب کړي. او په دې سره خراسانی روان شو. بوډا پیسې ورواخیستلې، کورته برلاره یې ژړل او دعاګانې یې کولې، ول یا الله! ته د مال څښتن وبښه او زوی یې برکتي کړه.

قرانکریم وایي: د دې خبرو نصيحت هر هغه چا ته کیږي چي پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان ولري. څوك چي د الله څخه وېرېږي، الله به د هغه لپاره له ستونزو څخه د وتلو كومه لاره پېدا کړي. ذٰلِكُمْ يُوعَظُ بِهِۦ مَن كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْءَاخِرِ ۚ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُۥ مَخْرَجًا. [سُوۡرَةُ الطّلاَق : 2]. مرآة الزمان سلط ابن الجوزي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx