ټولنیزه برخه

که څنګه سیکولره؟

حامد افغان

بېګا شپه به سیکولرې نړۍ د نوي کال لومړۍ شپې په مناسبت د اور په لوبو ټریلون ډالره لولپه کړي یي!

هغه سیکولر چرته دی چې موږ ته وایي: له سلو جوماتونو جوړولو غریب ته یوه ګوله ډوډۍ ورکول غوره دي؟!

هغه سیکولر چرته دی چې موږ ته وایي: پر کعبه طوافونه مه کوئ، د غریبانو په کورونو وکرځئ او له حاله یې ځانونه خبر کړئ؟!

هغه سیکولر چرته دی چې موږ ته وایي: د اختر قربانۍ مه کوئ، دا پیسې غریبانو ته ورکړئ؟!

دوی ولې چوپ دي! دا نرم زړی! سیکولر ولې غربیانو او د غرب پر ګامونو روانو ته نه وایي چې د ډالرو امبارونه چټي مه سوځوئ، د اور پر لوبو یې مه خرابوئ، بلکې د نړۍ پر بې شمېره غریبانو یې ولګوئ، په یوه شپه په دې بې معنا مناسبت او د کریسمیس په ونو دومره زیات لګښت د کوم عقل غوښتنه ده؟!

د دومره ستر خرابات او خرمستیو پر مهال ولې سیکولر ته غریب او فقیر نه وریادیږي چې یواځې د مسلمانانو د حج، اختر، جوماتونو وغیره په مناسبت وریادیږي، که څنګه سیکولره؟!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د سکولر دا ډول څرګندونی د منلو وړ نه دی ضمناً د عربی اماراتو خصوصاً د ډوبۍ د ## حُکامو څخه خو ګیله نه ده پکار.

جلال

سیکولران مخصوصا زمونژ بیزوگان که عقل درلودلی، ښه ښایسته د اسلام، مبارک، متبرک، عادل او په عقل برابر قانون ته شا نه وو کړی او ځان ته سیکولر چی د ارتداد او نفاق ښکاره مخ دي،نه ویل.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx