افغانستان

د رشوت په تور ۳ تنه نیول شوي سناتوران بیرته خوشې شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د مشرانو جرګې درې تنه سناتوران چې تیره اونۍ په حیرتان بندر کې د رشوت اخیستلو په جرم لاس په لاس نیول شوي وو، د لویې څارنوالۍ لخوا د ضمانت په بدل کې بیرته خوشې شوې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې لویې څارنوالۍ ددغو نیول شوو سناتورانو قضیه د تصویب لپاره مشرانو جرګې سره شریکه کړې وه؛ خو مشرانو جرګې ددې قضیې د تصویب پرځای د ضمانت په بدل کې د یادو سناتورانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

رسولي زیاته کړې، لویې څارنوالۍ د قانون په رڼا کې یاد سناتوران په ضمانت سره خوشې کړي او دوسیه یې تر څېړنو لاندې ده.

لویې څارنوالۍ د تیرې یکشنبې په ورځ(۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل)د بلخ ولایت په حیرتانو بندر کې د مشرانو جرګې د نظارت او تفتیش هیئت درې غړي: محمدعظیم قویاش، محمدانور باشلیق او لیاقت الله بابکرخیل د ګمرک له رئیس څخه د ۴۰ زره ډالرو بډو اخیستو په تور لاس په لاس نیولي وو.

که څه هم له دغې پېښې درې ورځې وروسته د کابل حکومت مشر اشرف غني د یو فرمان له مخې ددغو درې واړو سناتورانو عضویت په مشرانو کې لغوه کړ؛ خو مشرانو جرګې بیا د نیوکې په دود وویل، چې د سناتورانو د نیولو په اړه له دوی سره لازم معلومات نه دي شریک شوي.

مشرانو جرګې دغه راز هیله څرګنده کړې وه، چې یاده قضیه د افغانستان داساسي قانون په رڼا کې په عادلانه توګه حل او وڅېړل شي او ترڅنګ یې د یو پلاوي د ټاکلو خبر هم ورکړی، ترڅو د نوموړې قضیې په اړه د ملي امنیت عمومي ریاست، لویې څارنوالۍ او نیول شوو سناتورانو سره وګوري او د قضیې پټ اړخونه روښانه کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د مشرانو جرګې غړي د بډو اخیستو په جرم نیول کیږي، بلکې تردې وړاندې د نوموړې جرګې یو شمېر غړي او آن د جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د اداري فساد او بډو اخیستو په ګڼو قضیو کې پړ بلل شوي؛ خو د ناڅرګندو دلایلو له مخې یې قضیې په لویې څارنوالۍ کې تړل شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x