
سيدنا خبيب بن عدي رضی الله عنه «د تاريخ يوه پاڼه»
عباس عابد
خبيب رضی الله عنه د مدينې منورې د اوس له قبيلې نه و، چې اسلام يې راوړ نو بيا کله هم مرتد نه شو. په پوره داډ او باور سره يې په بدر غزا کې برخه واخيسته او حارث يې په دې غزا کې وواژه.
خبيب رضی الله عنه په ۳ هـ کال په رجيع غزا کې بندي شو، د حارث زامنو واخيست، محرمې مياشتې وې تر څو هغه تېرې شي او د خپل پلار په بدله کې یې ووژني، يوه ورځ يې له چا نه پاکي (ماشين چاړه) په استعاره واخيسته، يو ماشوم ورغی او د ده په زنګون ناست و، مور يې له ده سره چاړه وليده او په خپل بچي ووېرېده، دی پرې پوه شو، نو ورته ويې ويل: ته وېرېږې چې زه به دا ووژنم. زه داسې نه کوم. نو دا ښځه وايي، ما له خيب رضی الله عنه سره انګور وليدل چې په زولنو تړلی و او هغه يې خوړل، په داسې حال کې چې په دې وخت کې بيخي انګور نه و؛ خو دا الهي رزق و چې الله جل جلاله پرې پېرزو کړی و.
محرمې مياشتې تېرې شوې نو مشرکانو حضرت خبیب رضی الله عنه له حرم نه تنعيم نومي ځای ته ووېست، تر څو هلته د حارث زامن د خپل پلار غچ ور څخه واخلي. نو د مشرکانو ښځو، ځوانانو او ماشومانو هغه ديکه کاوه او ځوراوه، چې و يې وژني او په دې سره له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه انتقام واخلي.
مشرکانو له خوښۍ نه شور او زوږ جوړ کړی و، خو زړور خبيب رضی الله عنه په ډېر جرأت او زړورتيا ورته وويل: که ستاسو خوښه وي ما ته دومره وخت راکړئ چې زه له خپل مرګه وړاندې دوه رکعته لمونځ وکړم. نو هغوی وخت ورکړ. ده دوه رکعته لمونځ اداء او مشرکانو ته يې مخ کړ او ويې ويل: به الله جل جلاله مې دې قسم وي، که زه له دې نه وېرېدای چې تاسو به دا ګومان نه کولی، چې د مرګ له وېرې يې لمونځ اوږد کړ، نو ما به لمونځ اوږد او په اطمنان سره کړی و. له وژل کېدو مخکې دوه رکعته لمونځ اداء کول د حضرت خبيب رضی الله عنه سُنت دي.
مشرکانو د دار لور ته راووست او ورته ويې ويل: آيا دا دې خوښه ده چې محمد صلی الله عليه وسلم ستا په ځای وای او ته روغ رمټ پاتې شې؟ له بدنه يې وينه بهيږي او ځواب يې ورکړ: قسم په الله جل جلاله، دا مې نه خوښيږي چې زه دې په خپل کور کې له خېلخانې سره ارام ناست يم او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مبارکه پښه کې دې ازغی لاړ شي. مشرکانو شور او زوږ او غال مغال جوړ کړ چې مړ يې کړئ. آسمان لور ته يې سترګې پورته کړې او د بُت پرستو مکه والو د هلاکت دعا يې وکړه، همدارنګه څو بيتونه يې هم وويل:
ولست ابالي حین اقتل مسلما
علی أی شق فی الله مصرعي
وذاک فی ذات لا له وان يشا
يبارک علی اوصال شلو ممذعي