نظــر

په هېواد کې ولې چاودنې او هدفي وژنې کيږي!؟

عباس عابد

د نړۍ هر هېواد د خپلو ګټو او منافقو لپاره وضعي قوانين تدوين کړي وي، چې د هغه پر اساس د خپلو هېوادونو ادارې چلوي او چارې پر مخ وړي، د کابل ادارې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د چارو د سمبالښت په موخه او که رښتيا ووايم د شمالي ټلوالې د زور او فشار له امله د ولسمشرۍ د ټولټاکنو لپاره يو ناوړه او ناسم تشکيل جوړ کړ، هغه دا چې که د ولسمشريزو ټاکنو نوماند پښتون وي نو د هغه مرستيالان به له نورو قومونو؛ هزازه وو، ازبکو، تاکجو او ترکمنو څخه وي او که نوماند له تاجکو څخه وي نو مرستيالان به يې له نورو قومونو څخه وي، چې د هغه په اساس د ملت قاتلان او جواليان هم د ولسمشر د لومړي او دويم مرستيال په څوکيو کېناستل!!!

د کابل ادارې د ولسمشر اوسني مرستيالان هم د حامد کرزي د فارمول مطابق ارګ ته رسېدلي، چې لومړی يې د امريکا او دويم د اېران جاسوس دی. اشرف غني مسکين هم دواړه ه نازولي، څو دا دوره هم په بې شرمۍ او سپين سترګۍ پوره کړي، دواړه مرستيالان چې څه ترې وغواړي نو دَیْ هم انکار نه ترې کوي، غوښتنه يې مني او غوښتل شوی شی (څيز) ور سپارلي، په سر اعلی قوماندان اوس دا بيت ښه صدق کوي:

خليفة فی القفس بین و صيف وبغاء
يقول ما قالا کما يقول ببغاء

خليفه د وصيف او بغاء په وړاندې په قفس کې دی، دَیْ هغه څه وايي، څه چې هغوی دواړه وايي، لکه توتي يې چې وايي. يعنې د عباسي خليفه () دوه نظامي قوماندانان وو، له خليفه يې ټول واک اخيستی و، هغو ی به چې څه وينا (خبره) وته کوله نو ده بېچاره به د توتي په څېر هغه کوله.

د اشرف غني لومړی معاون د ملي امنيت رئيس پاتې شوی او د هېوادوالو په وژلو، تړلو او بندي کولو کې ښه مهارت لري، نو اشرف غني د کابل امنيت ور وسپاره. امرالله صالح هم وويل: طالبان طرح کسان په نښه کوي څو د حکومت خلاف د ولس کرکه او نفرت را وپاروي. ما (ليکوال) د صالح د دې وينا له اورېدو سره ملګرو ته وويل: اوس به نوموړی د هېواد پوه او خبير اشخاص په نښه کوي او د ده ګومارل شوي افراد به چاودنې کوي او پړه به يې پر طالبانو ور اچوي. چې څو ورځې تېرې شوې نو په کابل کې او د هېواد په نورو ولايتونو کې چاودنې او ترورونه پېل شول او په پلازمېنه کې دننه توغوندي (ميزايل) هم وتوغول شوي. خبريالان او نور کسان ترور شول، نو د کابل اداره پړه پر طالبانو ور اچوي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د خبريالانو وژل او ترور کول په زغرده رد کړل او ويې ويل: مونږ له هغوی سره ستونزه نه لرو او که پېښه شي هغه د خبرو اترو له لارې حل کوو. او د خبريال الياس داعي په اړه يې وويل: مونږ له هغه سره کوم مشکل نه درلود، بلکې هغه د حکومت له لوري ووژل شو، ځکه د هلمند د وروستيو پېښو په اړه د هغه راپورونه د سرکار په مزاج برابر نه و، نو هغه يې له مخې لرې کړ.

نو بناءً په ښکاره او زغرده ويلی شو، چې: په پلازمېنه او نور هېواد کې ټول ترورونه، قتلونه، چاودنې او … سرکار کوي؛ ځکه د صالح هغې خبرې ته عملي جامه ور اغوندي، کومه چې هغه کوله: طالبان مطرح کسان په نښه کوي او د حکومت خلاف د ولس کرکه را پاروي. طالبانو خو د خبريالانو او نورو کسانو وژل رد کړل او دا کار يې وغانده او تل يې غندلی دی. همداشان د سرکار بل ستر دروغ دا دی، چې په کابل او د هېواد په نورو برخو کې داعش يوه پېښه ترسره کړي، پړه يې ومني او پر خپلو وېبپاڼو يې نشر کړي، ولې سرکار د هغې پېښې پړه پر طالبانو ور اچوي!!!

د کابل اداره تل منفي پروپاګنده کوي، څو د سولې د خبرو اترو مخه ونيسي، سوله را نه شي او هېوادوال يې اثار له سره و نه ويني، د سرکار غوڅ اکثريت د سولې مخالف دی، ځکه خپله بقاء په جګړه کې ويني او ګټې يې هم په جنګ کې نغښتې؛ نو د هېواد په ټولو قتلونو کې د حکومت لاس دی!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx