لیکنېنظــر

امريکا، بين الافغاني مذاکرات او د افغانستان راتلونکې

سیف الله خان کیمور

په دې امید چې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو دواړه غاړې وکولای شي هر څومره ژر چې امکان ولري د دې دېرش میلیوني ولس څلويښت کلن کړاو ته چې ریښې یې د داؤد خان د کودتا لومړیو ورځو ته ورګرځي د پای ټکی کیږدي، غواړو دلته څو د ذکر وړ نقطې د دوي او نورو وطنوالو مخې ته د غور او ارزونې له پاره کېږدو.

اول: د دوحې تړون چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شوي او اوس د بین الافغاني مذاکراتو اساس ګڼل کیږي، بې له شکه یواځینۍ لاسته راوړنه ده چې د سترو قربانیو په نتیجه کې تر لاسه شوې او داسې یو سند دی چې د یرغلګرو وتلو ته یې لار هواره کړې ده. دې سند لږ تر لږه تر اوسه درې لاندې مثبتې پایلې لرلې دي.

الف: د امریکایي قواوو خروج چې لړۍ یې تر ننه روانه ده.

ب: د پنځه زره بندیانو خوشې کېدل

ج: د بین الافغاني مذاکراتو شروع او په اړوند طرزالعمل موافقت

سره له دې چې درې پورتني نتایج مثبت او د اهمیت وړ دي خو سست مذاکراتي روند، د حکومتي پلاوي ترکیب او په منطقه او امریکا کې د ځینو نوو خو مهمو ډینامیکونو رامنځته کېدل هغه عوامل دي چې یو لړ نوې اندیښنې چې ذکر یې دلته د غور او مداقې له پاره ضروري بولو؛ زیږولی دی.

الف: د بندیانو د خوشې کیدلو مسئلې چې باید یواځې لس ورځې یې نیولې وای شپږ میاشتې وخت يې واخست. دومره زیات وخت بې له شکه د تعلل او کارشکنۍ په معنی دی. دا ډول رنځونې او رنځیدنې یواځې د قدرت د ساتنې په خبیث قاموس کې ځای لرلای شي. دا مسئله که څه هم اوس ختمه ده خومنفي تاثیرات یې په اذهانوکې ژوندي دي. د طرزالعمل پرسر موافقې دوه میاشتې وخت واخيست. په دې طرزالعمل کې داسې مواد شته چې هغه اصلا د بحث وړنه دی. ددی پر ځای چې دوي یو د بله احترام وغواړي باید د خپل ولس ژوند او ارزښتونو ته چې د لسیزو راهیسې کړیږي، احترام وکړي. احترام قلبي عمل دی او په جوارحو پورې اصلاً اړه نه لري. د کنفسیوس خبره ده چې( یجب ان یکون الکلام دالا علی المراد لا اکثر و لا اقل). وخت ضایع کول د فرصت ضایع کول دي. د تاریخ له یاده ایستل پروا نه کوي خو له تاریخ څخه د زده شوي درس هېرول ستر عیب دی.

ب: د حکومتي پلاوي ترکیب ته نظر په ډاګه کوي چې حکومت د مذاکراتو کامیابۍ ته ژمن نه دی. پلاوي د داسې اعضاوو مجموعه ده چې تقریبا هر یو یې د طالبانو سره یا رښتینې او یا وهمي ستونزې لري. د پلاوي په ترکیب کې داسې عناصر کم ښکاري چې اصلي موخه یې د مذاکراتو کامیابول او د معضلې حل کول وي. برعکس دوي ته د موجوده حالت دوام، د ګټلو ثروتونواو موقفونو تضمین، مذهبي اجنډاوې، د دیني او ملي ارزښتونو په قیمت ټولنیزاوښتون او نور ورته معضلات چې شاربل او ټکول یې اصلاً د دې فورم کار نه دی د روان ناورین ترختمولو لومړیتوب لري. دا استنباط هغه وخت د انسان د زړه تل ته پریوزي چې د هیواد په دننه کې د نوې جګړې د پیل کیدو ډولونو ته چې نن سبا هره خوا په ډنګیدو دي غوږ کېښودل شي. زاړه جګړه ماران له حکومته غواړي خپله بې کفایتي ومني، څنډې ته شي او میدان دوي ته د مقابلې له پاره خالي کړي. زامن یې په قطر کې مصروف ښکاري او پلرونه یې د ملیشو سره میدان ته د راوتلو دړکې کوي.

ج: ګاونډی ایران هم دې تازه بلیدونکي اور ته لمن وهي. د مطبوعاتو خبر دی چې د ایران حکومت د افغانستان له حکومت څخه رسما غوښتي دي چې د فاطمینو په نامه په سوریه کې د ایران په نفع جنګیدلي لښکرته د افغانستان په اردو کې ځای ورکړي. ددې غوښتنې که عملي شي منفي پایلې د هیچا له نظره پټیدلای نه شي. مذهبي لږه کیو ته نظامي تجهیزات برابرول او په قانوني چوکاټ کې د فعالیت اجازه سیاسي حماقت نه بلکه ملي خیانت دی.

د: د ناټو او امریکایي عالي رتبه نظامیانو ضد او نقیض بیانونه چې دوي ووځي خو د دوي وتل په شرایطو پورې اړه لري په دې معنی دي چې ګويا دوي د وتلو ژمنې ته چندان متعهد نه ښکاري. دوي وایي چې د دوي وتل/پاتې کېدل د امریکا د راتلونکې ادارې کار دی خو بیا هم کابل ته تر ۲۰۲۴ کال پورې د نظامي مرستو د دوام خبره په تکرار تکرار کوي. که څه هم اوس داسې معلومیږي چې د دې بین المللي ملیشې ستر قوماندان یان سټولټن برګ د امریکایي قواوو د شمیر را کښته کیدلوفیصلې دومره وارخطا کړي چې اوس وایي چې له افغانستان څخه وتل او نه وتل دواړه خطرناک دي.

ه:د امریکا حکومت په خپل کلني نظامي بجټ کې چې ۷۴۰ میلیارده ډالره کیږي د افغانستان د حکومت سره نظامي مرستوته ځای ورکړی دی. ددې مطلب دا دی چې د بایډن حکومت به په راتلونکي کال کې که وغواړي چې جګړې ته دوام ورکړي د کوم مالي مشکل سره مخ نه شي.

و: د افغانستان د حکومت د عالي رتبه مامورینو له بیانونو د ا په واضح ډول څرګندیږي چې دوي د بین الافغاني مذاکراتو په منطق چې د دوحې د تړون برخه ده قانع نه دي او پایلو ته یې د شک په نظر ګورئ. د صالح وروستۍ څرګندونې یې ښکاره دلیل دی.

دی وایي چې د افغانستان د مسئلې حل تر دې ډېړ پیچلی دی چې د بین الافغاني مذاکراتو په چوکاټ کې حل شي نو دې مذاکراتو ته باید ملل متحد او د سیمې هیوادونه ورګډ شي. دا هغه څه دي چې د دوحې د تړون سره نیغ په نیغه په ټکر کې دی. دا هم په یاد ساتل په کار دي چې ملل متحد په افغانستان کې د خپل عنعنوي بې طرفه رول څخه څرګند تیری کړی اومستقیماً یې په خپل یو بېو زلي غړي هیواد د امریکایي یرغل حمایت او عملي ملاتړ کړی دی. د افغانستان په دې تیر شل کلن ناورین کې امریکا ،ناټو او ملل متحد یو شان مسؤلیت لري.

د محب د خولې خبرې چې په خارج کې بین الافغان مذاکرات د افغانستان منافع نه شي تامینولای د یو کمپیوټرکار د خولې خبرې ښکاري. د خارجي قواوو د موجودیت په صورت کې دې ډول وړاندیز ته د سیاست مکتبي له ناپړیتو پرته بله مناسبه کلمه نشي پیدا کولای. دده او د صالح خبرې هم سره اړخ نه لګوي. د یو په نظر په خارج کې دافغانستان منافع نه شي تأ مینېدلای او بل وایي بې له خارجیانو مسئله نه حل کیږي.

له بلې خوا د پورتنیو دلایلو په مقابل کې چې د جګړې په احتمالي دوام دلالت کوي عیني واقعیتونه په امریکا کې د نظامي بیانونو او دړکو په خلاف د کتونکي په ذهن کې بل انځور کاږي. سلیم فکرد جګړې اختتام نه دا چې د افغانستان په ګټه بولي بلکه د امریکا له پاره یې مفاد په مراتبو زیات بولي. د امریکې اینده لیډرشپ مجبور دي چې ددې بې پایانه جګړې په نسبت داخلي مسایلو ته اولیت ورکړی. واضح ده چې دې اولیتونو ته چې لاندې ذکرکیږي توجه او سمه رسیدګي تر هرڅه دمخه ددې اوږدې او نه ګټل کیدونکې جګړې ختمول غواړي.

الف: د کورونا ناروغي: لس میاشتې وروسته دا ويروس اوس هم په امریکا کې د ورځې د دوه لکو تنو په شا اوخوا کې په هغه میلیونونو مریضانو چې تر دې پخوا په دې مرض اخته شوي دی ورزیاتوي. د واکسین د میسرتیا سره سره داسې ښکاري چې امریکا ډیر تور ژمی په مخکې لري. ويره ده چې په دې ژمي کې به د واکسین د پوښښ ساحه محدوده او ابتلاء او مرګ ژوبله به په قوي احتمال له موجوده کچې چې بوګنونکي دي، راکم نه شي. دا روغتیایي ناورین د ډیرو مسلکي او با خبره متخصصيونو په باور د اینده کال ترنیمایي پورې د واکسین د موفقیت سره سره احتمالاً دوام کوي.

امریکا چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې د حملې د انتقام په بهانه په افغانستان چې د حملې په ترتیب او اجراء کې یې هیڅ رول نه درلود نظامي تیری وکړ او د القاعدې په نامه یې افغان ولس سخت وځاپه او ځپي یې اوس یعنې شل کاله وروسته د یوه بل ډیر واړه خو رښتیني دښمن سره مخ دی چې د هرې ورځ مړي یې د سپټمبر د یوولسمې تر تلفاتو فقط لږ کم دي.

د Covid 19 یوه نوي سلالة یعنې نوع چې په انګلستان کې لیدل شوې، نوې اندیښنې را منځ ته کړي دي. ددې نوع په باره کې ډیر معلومات نشته خو دومره ويل کیږي چې په ډیر سرعت خپریږي. په انګلستان او ځینو نورو اروپایي هیوادونوکې یې ژوند مختل کړی او د دوي په اقتصادي ماشين یې خپل منفي اغیز شيندلی دی. د بشریت دا دشمن نه سرحد پیژني او نه د چا اجازې او ويزې ته اړتیا لري.

د واکسین د مؤثریت او مصؤنیت په اړه هم پراخه بې باوري موجوده ده. په فرانسه کې یوې وروستۍ سروې د بې باورۍ دا کچه تر شپیتو فیصدو پورې تخمین کړې ده. له دې بریښې چې یواځې د واکسین میسرتیا کافي نه ده. ۲۰۲۱ کال د واکسینونو د تولید، تورید، تطبیق او واکسین ته د تبلیغ کال دی. ددې بې باورۍ علت هم واضح دی. امریکا او د هغې هم مشرتابه به هم په اروپایي سیاسي مشرانو خپلو ولسونو ته دومره سیاسي دروغ ويلي دي چې اوس یې عام خلک د واکسین تبلیغ ته هم په سختۍ غوږ ږدي.

ب: اقتصادي وضعیت :د یوويشتمې پېړۍ په سر کې امریکا د یوه غوړیدلي اقتصاد څښتنه وه. اقتصادي مازاد یې سلګونو میلیاردونو ډالرو ته رسیده. او داسې ښکاریده چې دا غوړیدلی اقتصاد نور هم مخ په غوړیدو دي. خو د امریکا د حکومت نظامي مداخلاتو په افغانستان، عراق او د منځني ختیځ په نورو هیوادونو کې، د ۲۰۰۸ کال اقتصادي بحران، د اقتصادي فعالیتونو د هڅولو له پاره د مالي بستو برابرولو او د ټکسونو د کمولو او زیاتولو پالیسیو د امریکا اقتصاد ته کاري ضربه ورکړه. دې اقتصاد چې په تیره لسیزه کې څه نا څه خپل کړي تاوانونه جبران کړي وه په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا له وجې چې میلیونونه خلک یې بیکاره کړل او هرڅه یې تقریباً په ټپه ودرول بله مرګونې ضربه ولیده. دا حالت چې اوس هم روان دی د امریکې د اقتصادي انحطاط له پخوا شروع شوې پروسه نوره هم تیزه کړه چې ناوړه پایلې یې خامخا مخ ته راتلونکی دی. که د اعدادو په ژبه خبرې وکړو د امریکا حکومت چې نن ۲۷،۵ ټریلیونه ډالر مقروض دي د پیړۍ په شروع کې یې د قرضو اندازه یواځې د ۶،۵ ټریلیونه ډالرو په شا او خوا کې وه. له کورونا پرته هم اوس د امریکا حکومت په کال کې د يو ټریلیون ډالرو په شا او خوا کې د بودیجې کسر لري. ددې ستر کسر، غرونه غرونه قرضونو او اړونده سودونو چې هرکال بیا بیا تادیه کول غواړي او کلنۍ اندازه یې سوونو میلیاردونو ډالرو ته رسیږي منطقي پایله بې له دې بل څه نه شي کیدای چې ووایوچې د یوه نوي اقتصادي بحران د منځ ته راتګ د خطر زنګونه چې د ځینو اقتصادي پوهانو له خوا وخت نا وخت وهل کیږي ډیر ریښتنی ښکاري. د امریکا د اینده ادارې لیډرشپ په هیڅ صورت سره ددې ويرونکي بلا په مقابل کې د موثرو پالیسیو له طرح کولو او د بې ځایه جګړو درولو بله چاره نه لري.

ج: سیاسی انقسام: د دیموکراتانو او جمهوري خواهانو د والیزم د امریکې د سیاسي او انتخاباتي نظام زیږنده ده . یعنې د امریکا په سیاسي ساحه کې د څو پارټیزو نظامونو په څیر د احزابو تعدد نشته بلکه یواځې دوه پورتني مطرح حزبونه دي چې عامه افکار تمثیلوي. د دې سیاسي ګوندونو ترمنځ چې تقریباً ټولنه سمه نیمایي کوي ایدیولوژیکي واټن په وروستیو شلو کلونو کې ډیر زیات شوي دی. دا نظریاتي تفاوتونه اوس تقریباً د ټولنیز ژوند په هره ساحه کې تر سترګو کیږي. د کورونا په مقابل کې مبارزه، د ټکسونو زیاتول او کمول، د ماسک اغوستل، چاپیریال، په نړۍ کې د ژاندارم رول، د بین المللي قراردادونو او کنوانسیونونو په مقابل کې مواقف، د مهاجرینو په مقابل کې دریځ، د مکسیکو سره د دیوال مسئله، د اروپا او چين سره تجارتي شخړې، د عربو، اسراییلو او ایران سره روابط او په لسګونو نور مسایل دواړه حزبونه په نه پخلا کیدونکي ډول یو له بله سره بیلوي.

د: اقتصادي نا برابري: امریکا چې د دويمې جهاني جګړې څخه وروسته له اقتصادي نظره ډیره غوړیدلي ده د سرمایه داري نظام له وجې یې د ثروت عادلانه توزیع ته چندان توجه نه ده کړې. د لوړې او ټیټې طبقی تر منځ فاصله یې له دې ښه معلومیږي چې په دې هیواد کې تر پنځه دیرش میلیونه وګړي د فقر دخط څخه لاندې ژوند کوي په داسې حال کې چې تر اتلس میلیونه زیات یې میلیونران دي. دومره ستر تفاوت حتماً د اجتماعي بې ثباتۍ باعث کیږي او موجوده ټولنیزې شخړې نورې هم پیچلې کوي. د ټرمپ چېغې او اخطارونه چې ګويا د سوسیالیزم بلا راروانه ده همدغه ممتاز اقتصادي قشر ته متوجه دی چې د هیواد په ثروت د ښامار په څیر پروت دی او ورځ تربلې نور هم څربیږي.

د امریکا حکومت چې په نړۍ کې یې له یوې خوا د دوستانو شمیر مخ په کمېدو دی او له بلې خوا د تېرو شلو کلونوظالمانه کړنو له وجې یې بین المللي څهرې ته سخته صدمه رسیدلې مجبور دي چې په لومړي قدم کې د داخلي تضادونو د حل له پاره لارې چاری ولټوي. نن دا سوال مطرح دی چې بایډن به څرنګه وکولای شي دا ثابته کړي چې دی د ټولې امریکا رییس جمهور دی. د تور اوسپین خبره اګرچې له پخوا موجوده وه خوسږکال په ښکاره میدان ته راووته. سیلاوونه ،اورونه، طوفانونه، اقتصادي انحطاط، کورونا، داخلي انشقاق او راسیزم، نوي بین المللي حریفان هغه څه دي چې د امریکې اینده حکومت ته د افغانستان تر جګړې چې ګټل یې ناشوني دي ډیر اررښت لري.

دويم: د مذاکراتو د لارې د افغانستان د مسئلې د حل نوښت د لومړي ځل لپاره د اوباما په اداره کې د بایډن په نوښت رامنځ ته شوي دی. د کرزي چېغې او سورې هغه وخت چې په نتیجه کې یې په قطرکې د طالبانو دفتر وتړل شود ټولو خلکو په یاد دی. د ټرمپ د حکومت لومړني درې کلونه ټول د جنګي پالیسیو او ستراتیژیو په تعقیب تیرشول. د نظامي رپورټونو له مخې د ټرمپ د زمانې نظامیانو په خپلو لومړیو دریو کلونو کې بې له هیڅ ډول قید او محدودیته په ازاد مټ تر ټولو زیاتې هوایي حملې ترسره کړې او په زرګونه ټنه بمونه يې د افغانستان په خلکو وورول. ټرمپ هغه وخت د بایډن لید لوري ته لارې ته وروګرځید چې نظامیانو یې د ټول جنګي طاقت د استعمال او د میلیاردونو ډالرو د مصرف سره سره کومه ملموسه نتیجه ټرمپ ته وړاندې نه کړه. په دې باره کې د ټرمپ او نظامیانو ترمنځ ناندرۍ خو ان د مطبوعاتو سطحې ته راووتې. ددې تفصیل څخه مطلب دادی جمهوري خواهانو پوره دولس کاله او دیموکراتانو اته کاله د نظامي ستراتیژیو له تعقیبه کومه نتیجه تر ګوتو نه کړه.

ټرمپ سره له دې چې په وار وار د افغانستان څخه د خپلو عسکرو د وتلو ښکاره هوډ څرګند کړی خو عملي کار ډېر تت او پیکه دی. د ټرمپ د ادارې په سرکې د امریکایي قواو شمېر د اته زرو تنو په شا او خوا کې وه چې بیا وروسته دولس یا دیارلسو زرو ته پورته شو او اوس دا عدد دوه نیم زروتنو ته په نژدې راتلونکي کې را ټیټیدونکی دی. ټرمپ د اوباما په څیرد افغانستان په مسئله کې خپل لیډرشپ ثابت نه کړ. نه یې په اولو دریو کلونو کې طالبانو ته شکست ورکړ اونه یې له افغانستان څخه خپل ټول عسکر وایستل او نه یې هم په افغانستان کې له فساده خالي یو ملي حکومت را منځ ته کړ. ده د هربل بې کفایته مشر په څیر د دې اوږدې جګړې اختتام ولو که دده په پله وي بل ته پریښود. بل ته پریښودل د بې کفایتۍ شاخص او د سیاسي بې جرئتۍ ښکاره علامه ده.

دریم: د دوحې بین الافغاني مذاکرات یو فرصت دی او د فرصت د کلمې معنی داده چې هر وخت نه وي. د لیډرشپ په مفهوم کې د فرصت تشخیص، له فرصته استفاده، تصمیم او د مسایلو حل دي. ځنډول، نورو ته پرېښودل او شنډول د لیډر کار نه دی. دا چې دې ټیمونو ته نن سبا د لیډرشپ موقع په لاس ورغلې باید په خپلو مخلصانه کوششونو سره ثابته کړي چې دوي د قضیې د حل غوښتونکي دي. د مذاکراتو میز ته تر کېناستو د مخه د شرطونو وضع کول سیاسي حماقت دی. شرطونه هغه څوک وضع کوي چې په خپل ځان متکي وي. وایي چې ونه غورځي نو په بل تکیه مه کوه او نن سبا خو په امریکا تکیه خوړین دیوال ته تکیه ده.

نتیجه: پورتنیو دلایلو ته په کتو دا مشکله ښکاري چې امریکا دې په افغانستان کې یو ځل بیا د جګړې د تصعید کوشش وکړي. د ۲۵۰۰ عسکرو موجودیت هم د ځینو په نظر د دومره سترهیواد د فضایي حریم پوښښ نه شي تضمینولای. ناټو هم په هوایي ساحه کې په امریکا متکي ده. په دې هرڅوک پوهیږي چې بې له هوایي حمایته د ناټو زرګونه لښکر ډیرڅه نه شي کولای. د یان سټولټن برګ ويره هم له همدې وجې ده چې بې له هوایي حمایته د دوي زرګونه نظامیان فقط او فقط کوړکې چرګې دي.

همدا علت دی چې یو لوړ پوړی امریکايي نظامي هیئت څو ورځې د مخه کابل ته راغی او له لیدنوکتنو وروسته یې یوه غولونکی بیان ورکړ چې د دوي لومړی راغلی لښکر یعنې بهترین لښکر به اخر ځي. خبره داده چې ناټو، کابل او کابل میشته امریکایي نظامیانو ته ډیره مهمه نه ده چې څوک اول ځي اوڅوک اخر. تعداد مهم دی. په بل عبارت کابل میشته نظامیان له کمیت څخه شکایت کوي ولې راغلی هیئت د کیفیت خبره کوي.۲۵۰۰ عسکر د هیئت په نظر د هوایي پوښښ له پاره کافي دي په داسې حال کې چې کابل میشته نظامیان د ناټو په شمول فکرکوي چې دا تعداد نه شي کولای د دشمنیو د بیا تصعید په صورت کې دومره یو پراخ هیواد وپوښي.

تر هغې چې طالبان د دوحې تړون ته متعهد وي او په خارجي قواووو د حملو څخه خود داري کوي د نظریاتو دا دوګانګي کوم مشکل نه رامنځته کوي. ځکه څومره چې د جګړو سطحه کښته وي په هماغه اندازه ددې قوت مداخلې ته ضرورت کم دی. مشکل هغه وخت راپورته کیږی چې جګړه بیا زور واخلي. نو ځکه د طالبانو بیانونه چې د خارجي قواوو د نه وتلو په صورت کې دوی د مئ د میاشتې وروسته د دوحې تړون ته متعهد نه دي او د کابل میشته نظامیانو اصرار چې دا موجوده قوت د مملکت د هوایي پوښښ له پاره کافي نه دی د افغانستان مسئله د بایدن د حکومت اولیاتو ته پورته کوي. که امریکایان د طالبانو ګواښونه جدي وبولي فکر کیږي چې کورونا او افغانستان به دده ددې لومړني ژمي دوه مهمې دوسیې وي. بایډن کلونه په مخ کې نه لري. بس دوه دری میاشتې دي چې تصمیم ونیسي که یې تصمیم نه وي نیولی. د مطلب خلاصه داده چې که چېری بایډن نوې لښکرې افغانستان ته نه شي رالیږلی نو دا موجوده قوت هم په افغانستان کې نه شي ساتلای.

د ۱۸۴۱ کال د قیام څخه په انتباه چې په نتیجه کې یې دانګلیس قواوې د ورته تعلل او کار شکنۍ سره سره په کړنګ ژمي کې وتلو ته مجبورې شوي او له شيرپور څخه یې د ناوخته حرکت له وجې لومړنۍ واورینه شپه په پل محمود خان کې تېره کړه د تاریخ لوستونکی په دې پوهیږي چې د استعمار شړل زور، حکمت، صبر او تجاهل غواړي. د زور مفهوم واضح دی. حکمت پوهیدل، کول او اتقان دی. صبر انتظار نه دی، انتظار محض جلوس دی په داسې حال کې چې صبرنه ستړی کیدونکی کوشش دی. د تجاهل څخه هدف د سیاسي او تبلیغاتي ټونګو( په مښوکو وهل) تجاهل دي. دا جبهه به خود تر ډیره خلاصه وي. ځکه دوی له همدې لارې روزي خوري او هغه هم ډیره غوړه.

و من الله التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سعېد

اعلی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx