افغانستان

پکتيکا: د اورګون ولسوالۍ جنايي مدير و وژل شو

نن ټکی اسيا: د پکتيکا ولايت چارواکي وايي، چې د اورګون ولسوالۍ جنايي مدير سره له خپلو ساتونکو په يو سرتيري بريد کې وژل شوی دی.

راپورونه وايي، چې نوموړي سرتيري بريد کې د پکتيکا ولايت د اربکيانو عمومي قومندان عزيزالله هم مرګونی ټپي شوی دی.

د پکتيکا ولايت وياند مخلص افغان وايي، چې سرتيری بريد د يو کرولا ډولي موټر په واسطه په داسې حال کې وشو، چې جنايي مدير، د اربکيانو عمومي قومندان او نور امنيتي چارواکي يوې امنيتي پوسته کې په تالاشۍ بوخت وو.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نوموړي بريد مسؤوليت منلی دی.

مجاهد زياتوي، چې د دوی يو سرتيري ملګري پرون ماذديګر څلور بجې اورګون ولسوالۍ کې د اربکيانو پر عمومي قومندان عزيز الله کاروان سرتيری بريد کړی، چې نتيجه يې نوموړی مرګونی ټپي شوی او د درملنې لپاره د بګرام پوځي اډې ته لېږدول شوی دی.

د مجاهد له قوله، د نوموړي سرتيري بريد هدف سيمه کې د اربکيانو عمومي قومندان و.

ځايي خلک وايي، چې عزيزالله د سيمې په کچه يو ظالم او بد کرداره انسان و، چې د سيمې خلکو ترې تل شکايتونه کول.

د عزيزالله د روغتيايي حالت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

ويل کيږي، چې نوموړي بريد کې څلور ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx