نړۍ

داعش ډلې بلوچستان کې يوولس هزاره کان کيندونکي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پاکستان بلوچستان ايالت په مچ سيمه کې داعش جګړه‌مارانو يوولس هزاره کان کيندونکي له يرغمل کولو وروسته وژلي دي.

له پېښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او نور کان کيندونکي راټول شوي وو او له حکومت څخه يې د بریدګرو د نيولو غوښتنه کوله.

ځايي پوليس وايي، چې وسله‌والو لس هزاره کان کيندونکي نږدې غريزې سيمې ته تښتولي او وروسته يې وژلي دي.

د پاکستان ډان نيوز وايي، د لومړنيو رپوټونو له مخې بریدګرو د هزاره ټولنې اړوند يوولس اهل تشيع کان کيندونکي تښتولي او وروسته يې په يوه غريزه سيمه کې وژلي دي.

داعش جګړه‌مارې ډلې د دې برید مسؤوليت منلی دی.

د داعش ډلې اړوند ټويټر حسابونو ليکلي، چې د دوی جنګياليو د بلوچستان بولان سيمه کې يوولس هزاره اهل تشيع وژلي دي.

له پېښې وروسته هزاره ټولنې د وژل شوو کسانو مړي پر لويه لاره ايښي وو او د وژل شوو کسانو د قاتلينو د نيولو غوښتنه يې کوله.

له څو ساعته احتجاج وروسته حکومتي چارواکو د هزاره ګانو ټولنې ته د قاتلينو د نيولو ډاډ ورکړ او وروسته د وژل شوو کسانو مړي په کوټې ښار کې «ولي العصر» تکيه خانې ولېږدول شول.

د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو سکرتر حافظ عبدالباسط ويلي، تر اوسه د ۹ وژل شوو کسانو هويت معلوم شوی، چې افغانان دي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د بلوچستان اعلی وزير جام کمال خان په دغه پېښه خواشيني ښوولې او د قاتلينو د ژر نيولو امر يې کړی دی.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، د بې دفاع ولسي خلکو وژل «ترهګريز او نامرده» عمل دی او د دغو قاتلينو د نيولو لپاره به ټولې لارې چارې په کار واچوي.

لومړي وزير دا هم ويلي، چې د وژل شوو کسانو کورنۍ به يوازې نه پرېږدي.

مچ سيمه چېرته ده؟

مچ د بلوچستان مرکز کوټې جنوب لور ته شپېته کيلومټره لرې په بولان دره کې پرته غریزه سيمه ده، هلته د کويلې کانونه دي او د رپوټونو له مخې شاوخوا ۱۷ زره کان کيندونکي په کې کار کوي.

مچ او بولان دره کې تر دې وړاندې هم د هزاره ټولنې ځينې خلک په هدفي بريدونو او چاودنو کې وژل شوي وو.

په تېرو وختونو کې هم د داسې بریدونو پړه داعش ډلې منلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x