افغانستان

د غور ولایت خبریالانو درې ورځنی کاربندیز پیل کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د غور ولایت خبریالانو او ځايي خصوصي رسنیو د درې ورځو لپاره خپلې خپرونې بندې کړي دي.

په غور ولایت کې د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې مشر غلام ربانی هدفمند ویلي، د دې ټولنې ټولو غړو نن د یکشنبې په ورځ پرېکړه کړې ده، چې په ولایت کې به ۱۲ خصوصي رسنۍ تر درې ورځو پورې تړلې وي.

نوموړي ددې لامل په دغه ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونه او د دوو رسنیو د کار کوونکو هدفي وژنه یاده کړی دی.

باید وویل شي چې د نوي پیل شوی میلادي کال په لومړۍ ورځ(جمعه، ۱۲مرغومی) هم د غور ولایت مرکز کې د غور غږ راډیو مسئول مدیر او خبریال بسم الله عادل ایماق د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ووژل شو.

که څه هم امنیتي چارواکو د پېښې د څیړلو خبر ورکړی وو؛ خو د غور ولایت مدني فعالانو او یو شمېر خبریالانو بیا پر امنیتي چاراکو د نیوکې په دود ویلي ؤ، چې وژل شوي خبریال خپل ژوند ته د پېښېو ګواښونو په هکله چارواکو ته خبر روکړی ؤ، لیکن ځايي چارواکو د هغه ګواښونه بابیزه ګڼلي وو او د هغه دا کار یې د شهرت پیدا کولو یوه پلمه بللې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار او لایاتو کې پر مدني فعالانو، قومي او دیني مشرانو او خبریالانو مرموزې حملې او بریدونه زیات شوي، چې په زیاتره مواردو کې د ملامتۍ ګوته د حکومت دننه یو شمېر سولې ضد کړیو ته نیول کیږي.

له بل پلوه طالبان هم د مدني فعالانو او خبریالانو هدفي وژنې د کابل حکومت هغه «ناکامه» هڅه بولي، د کومې په مرسته چې غواړي د هېواد امنیتي وضعیت ګډوډ معرفي او هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته زمینه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx