افغانستان

طالبانو د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونو په مقابل کې د جدي غبرګون خبرداری ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې د سولې توافقنامې څخه په سرغړونېد امریکايي ځواکونو لخوا د طالبانو په سنګرونو د مسلسلو هوايي بریدونو په مقابل کې طالبانو د متقابل «جدي عکس العمل» خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امریکايي ځواکونو له تیرو څو ورځو راهیسې په په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د «اسلامي امارت» په «مجاهدینو» بمباري کړې او دغه راز یادو ځواکونو د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د کابل ادارې عسکرو لخوا پیل شوو عملیاتو کې د هغوی هوايي ملاتړ کړی، چې په خبره یې دغه ټول بمبارونه په غیر جنګي سیمو کې ترسره شوي او عملیات هم نوي پیل شوي دي.

طالبانو امریکايي اړخ په داسې مهال د سولې تړون څخه په مکررو سرغړونو تورن کړی، چې وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یو ټویټ کې د دوحې تړون له امله په تیر میلادي کال کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د تلفاتو کچه صفر وښودله، کوم اعلان چې د طالبانو په خبره د «اسلامي امارت» لخوا د دوحې تړون بشپړ مراعاتول یاد شوي.

د خبرپاڼې په پای کې طالبانو د امریکا متحدو ایالتونو ته خبرداری ورکړی، که هرڅه ژر په کندهار کې پیل کړي هوايي عملیات او نورې بمبارۍ بندې نه کړي، پر وړاندې به یې جدي غبرګون ته اړ شي، چې په خبره یې مسئولیت به یې امریکایانو ته راجع وي.

«اسلامي امارت یوواري بیاخبرداری ورکوي، که یادې بمبارۍ او په کندهار کې عملیات هرڅه ژر بند نه شي او د بیا ځل لپاره په مجاهدینو باندې د تړون له مندرجاتوڅخه خلاف بمبار او عملیات دوام وکړي، د اسلامي امارت مجاهدین به هم جدي عکس العمل  ته مجبوریږي چې په هغه صورت کې به  یې مسؤلیت امریکايي لوري ته راجع وي.»

طالبان په داسې مهال امریکايي ځواکونو ته د متقابل غبرګون جدي خبرداری ورکوي، چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر د کابل حکومت د عسکرو د بایللي جنګي مورال په اړه جدي اندېښنه ښکاره کړې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کندهار په ستراتيژیک ولایت کې د پولیسو پراخې تېښتې په اشارې سره ویلي، چې امریکايي او د ناټو قومندانان له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل حکومت عسکرو بایللي جنګي مورال او د عسکرو له لیکو د تښتېدونکو کسانو شمېرو د زیاتوالي له کبله جدي اندېښمن دي.

د چارو د شنونکو په باور امریکايي چارواکي له همدې امله هم د دوحې مذاکراتو کې د چټک پرمختګ غوښتنه کوي، چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو عسکرو له وتلو مخکې کابل کې د یو سیاسي تړون له لارې نوې اداره رامنځته شي، کنه داسې ګونګوسې هم شته چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم به طالبان په یوه منډه د کابل حکومت نسکور او د چارو واګي به لاس واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

کفارنغواړی چه حکومت اسلامی سی هغه وخت چه روس شکست وخوړۍ اوله افغانستانه وتۍ امریکاضیاءالحق شهیدته وویل چه اوس دنجیت ګوکمونسټ حکومت تسلیم که مسلمان نرمجاهدورته وویل ترڅوچه می دکابل په پلخشتی مسجد کی لمونځ نوی کړۍ ترهغوبه جهادچالووی – اوس بیننګه عمران ته وګوره دانګریزانو ټټودسیم خاردارمئسس اودمسلمانانوپه منځ کښی نفاق اچوونکۍ ځان پښتون بولی درواغ وایی نه پښتون دۍ نه مسلمان فقط دڅوورځ حکومت اولذت دپاره دانګریزانواوامریکایانوغلام دۍ مسلمان خوضیاءالحق شهیدووچه له کفارویی حکومت نه غوښتۍ دپاکستان،افغانستان،ایران،ترکیی اومالدیت اسلامی اتحادیه یی جوړوله ،الله سیده دشهادت په واسطه جنت فردوس ته وروبالۍ له دی ظلیلی دنیاڅخه .په احترام عبدالواحد… نور لوستل »

عمر

امريکايان د هغو کلمه ګو او ### نه اوس هم ددين مطالعه ډيره لري چه داهوايي حملي درباندي کوي، د ستاسو صلحه د امريکايانو سره په کوم بنياد جايز ووه،،،، د اکوم غيريت دي چه اوس ورته زاري کوي چه هوايي بريدونه مه کوي،،،، که مو مطلب د رسول الله صلي الله عليه وسلم صلحه د يهودو سره وي،،،، نو د الله رسول خو يهود په يو غدر سره ذبح او ښځي يي تري راوستلي،،، تاسو څه وکړه،،،، تاسي خو د روافضو سره يو ځاي د موحدو په خلاف جنګ کوي،،،، الله مو هميش ## لره،،، لا تر اوسه هم… نور لوستل »

pattang

الله پاک د طالبانو ته بری ورکړي ، دغه جنګ د حق او باطل په منځ کې دی .

طوطی

د جدی غبرګون خبرداری نور ختم دی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x