افغانستانسولې اړوند خبرونه

د ټولنیزو پاڼو فعالان: د مذاکراتي ټیم لوړ معاشونه به مذاکرات ځنډني کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په ټولنیزو پاڼو کې د کابل د مذاکراتي ټیم د معاشونو په اړه تاوده بحثونه روان دي او د فعالانو په نظر د ټیم د غړو لوړ معاشونه به مذاکرات ځنډني کړي.

که څه هم د کابل د مذاکراتي ټیم یوې غړي فوزیه کوفي په ټویټر کې دغه راپورونه رد کړي چې ګواکي د ټیم غړي دي هر یو د میاشتي ۱۴ زره ډالر معاش اخلي او د ورځني مصرف لپاره بیا ۳۵۰ ډالر بېل، خو د ټولنیزو پاڼو فعالان ګڼ شمیر فعالان دغه شمیر تاییدوي او ځیني يې لا زیات هم ښيي.

په کابل کې د ولسي جرګې پخواني غړي او د ملي ګوند اوسني مشر جعفر مهدوي پر خپل ټویټر پوښتنه کړې، په داسي وخت کې چې په افغانستان کې کربلا جوړه ده، د مذاکراتي ټیم لوړ معاشونه به د مذاکراتو پر سرعت اغیز ونه کړي او او نور به یې اوږده نه کړي؟

نوموړي ویلي چې د کابل د مذاکراتي ټیم هر غړی د ورځې ۳۵۰ ډالر او د میاشتې ۱۴۰۰۰ ډالر معاش اخلي.

ورته خبر افغان ژورنالیست سید صلاح الدین هم د جعفر مهدوي په حواله ورکړی خو د مذاکراتي ټیم غړې فوزیه کوفي په جواب کې ورته لیکلي چې دغه راپور ناسم او ژورنالیستان باید لومړی معلومات کره او بیا نشر کړي.

خو سید صلاح الدین ورته په جواب کې ویلي چې دغه راپور نه دی بلکې معلومات دي او د ولسي جرګې پخواني غړي ورکړي دي.

په ټولنیزو پاڼو کې د سولې لپاره فعال شفیع اعظم ویلي، که دغه معاشونه وه، که ټول مسایل حل هم شي، بالاخیره به د ۳ میاشتو لپاره یوازي ددې لپاره بحثونه کیږي چې د متن فونټ به ۱۱ او که ۱۳ وي:

بلخوا د کابل پوهنتون استاد او د سولې فعال ډاکټر فیض محمد ځلاند لیکلي:

عبدالمقیم حلیمي وايي:

الهام خان وايي که دغه حقیقت وي نو هر غړی د میاشتې نولس سوه زره (۱۹۰۰۰۰۰) افغانۍ معاش او مصرف اخلي، چې د ټولو ۲۱ کسانو معاش د یوې میاشتې ۴۰ ملیونه افغانۍ کیږي. د وقفې ورځې خو ورته ډیرې کمې وي!

فوزیه کوفي یوه بل فعال اسماعیل اشنا ته هم ویلي چې دا معلومات غلط دي.. چا چي د یاد شمیر ذکر کولو وروسته ویلي چې هغو ته دي شرم وي چې د ملت ویني زبیښې او هیڅ نه مړیږي.

باید وویل شي چې په قطر کې بین الافغاني مذاکرات په داسي حال کې روان دي چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د امریکایانو او دولتي ځواکونو لخوا چاپې ، بمبارونه، هدفي وژنې او جګړې د پخوا په شان روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

دا فاسد دولت دومره دالر له کومه کوي ؟ د انسانیت لپاره شرم دی ، دوی نو سوله څه کوي په جنګ کې یې مزې دي او غوا یې لنګه ده .

الحاج استاذ بیانزی

امریکایان داړه مار غله دی، داړه مار تر هغی چه یی وسه وی خلک وژنی او د هغوی مال لوټوی نه سوله غواړی او تر هغی چه چا په زورسولی او ویستلو مجبور کړی نه وی په خپله خوښه نه وځی دوحه کی طالبانو روغی جوړی ته مجبور کړی تر هغی چه یی وسه وی اوس هم سوله کی لغتی وهی. د کابل د غلامه اداره د یوی فاحشی حیثیت لری، فاحشه د جلا جلا سینګار د پاره جلا جلا حساب غواړی، قطر کی شل کسیز هیت د همدغو لوړپوړو مافیاوی فاحشو اولاد او ځینی یی خپله دی افغانستان کی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx