ټولنیزه برخه

چا ته چې د لوړې کچې پوهه ورکړل سوې وي نېکمرغه دی

عبدالمالک همت

لوی څښتن فرمايي:

﴿یُّؤْتِی الْحِكْمَةَ مَنْ یَّشَآءُ ۚ وَ مَنْ یُّؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ اُوْتِیَ خَیْرًا كَثِیْرًا ؕ وَ مَا یَذَّكَّرُ اِلَّاۤ اُولُوا الْاَلْبَابِ۝۲۶۹﴾[البقره : ۲۶۹].

ژباړه: هغه (الله جل جلاله) چي (له خپلو بنده ګانو څخه) چاته وغواړي (او وړيې وګڼي، ګټوره او) د لوړي کچي پوهه (حکمت او د قول او عمل درست والى) ورپه برخه کوي او چاته چي د پراخې پوهې نعمت ورکړه سي، نو حقيقت دادى چي ډېر لويه ښېګڼه ورکړه سوه. او يوازې د بشپړ عقل څښتنان (چې د الله له نور څخه رڼا اخلي او په لارښوونو يې سمه لار پيدا کوي د الله له آيتونو څخه) پند اخلي (، ځکه کله چي انسان ته حکمت ورکړه سي، نو ګټوري پوهي، د هغه د پوهې سره سم يې ښو کړنو، پر حق باندې ايمان لرلو، د ښو منلو او له بدو څخه ليري کېدو ته يې لار ښوونه کېږي او له دې امله په دواړو نړيو کي نېکمرغه وي).

حکمت له ”حکم“ يعني منعي څخه راوتلی يا مشتق دی، ځکه دا د هغه درلودونکی په خطا او ورکلاري کي له لوېدو څخه منع کوي. له دې امله دی چي د آس په افسار کي هغه اوسپنه چي د آس په خوله کي يې ورکوي په عربي ”حکمت“ بولي، ځکه هغه آس له ډېر چټک تللو او له سر اخيستلو څخه راګرځوي او د هغه د سپاره اېل او مطيع وي. يا دا چي حکمت په اصل کي مصدر دی، له  إحكام څخه چي معنی يې کېږي: په علم يا عمل يا وينا کولو کي يا په دې ټولو کي دقت، اتقان او درستوالی او کره والی کول. (د محمد سيد طنطاوي، التفسير الوسيط، د بقرې سورې د ۲۶۹ آيت تفسير).

دا هم بايد ووايو چي د قرآن کريم په ځينو آيتونو کي چي د ”حکمت“ لفظ راغلی دی مفسرينو په نبوي سنتو تفسير کړی دی.

حکمت د انسان په نسبت ځاني صفت دی کوم چي د هغه سم او سليم معرفت بنسټ دي چي د حق سره توافق لري، د ښو کارونو لور ته د انسان لارښوونه کوي، له بدو کارونو يې راګرځوي او بشپړتيا او استقامت ته يې رسوي.

جمهور عالمان فرمايي: حکمت عبارت دی له علم او پوهي او قرآن څخه، ځکه نو حکمت په نبوت پوري اړوند او ځانګړی نه دی، بلکي تر هغه ډېر عام باله سي. بل څوک وايي: حکمت په کارونو کي پام او روڼ ليد دی. بل عالم فرمايي: حکمت په خبرو او کړنو کي پرحق او حقيقت اوسېده دي. ځينو هم د حکمت تاویل په قرآن پوهنه کړی دی. حضرت ابن عباس رضي الله عنه فرمايي: حکمت د قرآن کريم د ناسخ او منسوخ، محکم او متشابه، مقدم او مؤخر، حلالو او حرامو او امثالو او حکمو پېژندنه دي.

د حکمت اصطلاحي معنا بيا د ابو اسماعيل هروي په نامه عالم داسي توضيح کړې ده: د يو شي په خپل ځای کي په ټينګه، ښه او سمه توګه ايښوولوته وايي.

په صحيحينو او نورو کي حديث دی:

«لاَ حَسَدَ إِلَّا فِي اثْنَتَيْنِ: رَجُلٌ آتَاهُ اللَّهُ مَالًا فَسُلِّطَ عَلَى هَلَكَتِهِ فِي الحَقِّ، وَرَجُلٌ آتَاهُ اللَّهُ الحِكْمَةَ فَهُوَ يَقْضِي بِهَا وَيُعَلِّمُهَا» بخاري، کتاب العلم، باب الاغتباط في العلم والحكمة، ۷۳ شمېره حديث او مسلم، کتاب صلاة المسافرين، باب فضل من يقوم بالقرآن، ويعلمه، وفضل من تعلم حكمة، 266 – (815) شمېره حديث

ژباړه: د دوو کسو په هکله د غبطې حسد روا دی: يو هغه چي لوی څښتن شته ورکړي وي او هغه د حق په لار کي لګوي. دوهم هغه چي کوم چا ته لوی څښتن حکمت ور په برخه کړی وی، چي د هغه په مټ پرېکړي کوي او خلکو ته يې ورښيي.

(د غبطې معنا : غبطه داسي ښه او جايز حسد دی، چي يو څوک د کوم چا سره کوم نعمت وويني او بې له دې چي له هغه څخه يې ايسته کېده وغواړي، د خپل ځان لپاره يې هم هيله وکړي).

هغه ډېري مهمي ځانګړني او خصايص چي د حکمت څښتن په متمايز کېږي دادي:

–  بايد د کلمې په واقعي معنا فرهنګي وي.

–  بايد صبر او زغم ولري.

–  بايد په خپلو تېروتنو پوه وي او زده کړه ځني ترلاسه کړي.

–  بايد د خپل نفس پر ضبط او کنترول باندي قدرت ولري.

–  بايد د تأمل څښتن وي.

–  بايد د نورو سره په اختلافاتو کي تسامح، بخښنه او لوړ نظر ولري.

په دې اړه نوري خبري به که ژوند باقي وو بيا کوو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx