نړۍ

د ایراني جنرال قاسم سليماني لومړی تلين؛ د ایران او اسرائيلو ترمنځ لفظي شخړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د تېر کال جنورۍ په درېيمه نېټه د عراق پلازمېنې بغداد ته څېرمه د ایران د بهرنيو جنګياليو «القدس» ځواکونو مشر جنرال قاسم سليماني د امريکا بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو او تېره ورځ يې لومړی تلين و.

د جنرال سليماني د لومړي تلين پر مهال عراق کې زرګونو لاريونوالو ويلي، چې امريکايي عسکر دې له عراقه ووځي.

له قاسم سليماني سره په دې برید کې په عراق کې د ایران پلوو ملېشو مشر ابو مهدي المهندس هم وژل شوی.

تېره ورځ د قاسم سليماني او ابو مهدي المهندس د لومړي تلين نمانځلو پر مهال د بغداد تحرير څلور لارې ته زرګونه عراقيان راوتلي وو او د امريکا پر خلاف يې شعارونه ورکول.

لاريونوالو د امريکا او اسرائيلو پر خلاف د شعارونو بينرونه پورته کړي وو او د قاسم سليماني او ابو مهدي المهندس د قاتلينو د محاکمې غوښتنه يې کوله.

د عراقي ملېشو مشر فلاح الفیاض ويلي، چې دوی به د خپلو وژل شوو جنرالانو غچ اخلي او غوښتنه يې کړې، چې امريکا دې خپل عسکر له عراقه وباسي.

تر دې وړاندې اسرائيلو امريکا ته خبرداری ورکړی و، چې کېدای شي ایران پلوې ملېشې د جنرال سليماني د تلين پر مهال په عراق کې پر امريکايي عسکرو برید وکړ.

د ایران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د امريکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتي، چې په عراق کې پر امريکايي ځواکونو د برید په اړه د اسرائيلو دسیسې ته متوجه شي.

د جواد ظريف اشاره په ظاهره دې ته وه، چې اسرائيل هڅه کوي، ایران او امريکا په عراق کې په جګړه اخته کړي.

د ایران د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې اسرائيل بايد د ایران د بريدونو لپاره د تيارسي په حالت کې وي.

د يادونې وړ ده، چې د تېر ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په درېيمه چې جنرال سليماني د امريکا بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، تر هغه وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ اړيکې ترينګلې دي او اسرائيل هم وخت پر وخت د ایران پر ضد څرګندونې کوي.

د امريکا د تلونکي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ له پيله د تهران او واشنګټن ترمنځ اړيکې ترينګلې وې او په ۲۰۱۵ کال کې واشنګټن په يو اړخيزه توګه له ایران سره له شوي اټومي تړونه ووت او پر ایران يې نوي بنديزونه ولګول.

ایراني چارواکي وايي، چې د ټرمپ په ناکامۍ خوښ دي او هيله يې څرګنده کړې، چې د جو بايډن په مشرۍ د سپينې ماڼۍ له نوې ادارې سره به ښې اړيکې ولري.

د نړيوالو چارو کارپوهان وايي، له تېرو څو لسيزو راهيسې ایران له امريکا او اسرائيلو سره لفظي شخړې کوي، خو تر اوسه هم له دواړو هېوادونو سره د ایران کومه جګړه نه ده پېښه شوې او ښايي په راتلونکو وختونو کې هم دا ګواښونه يوازې تر لفظي شخړو محدود پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx