شعـــــرونه

د رڼو سترګو خوبونه تعبير نسي/ضعيف

عبدالسلام ضعیف

د رڼو سترګو خوبونه تعبير نسي
د مهملو ترکيبونـه  تفسير نسي

د أجمال تشريح ګونګي کولای نسي
بې هدفه کلام چېرته تقدير  نسي

چې د بل په انتظار سـي کـوڼ يا ړوند وي
سليم  غړي د بل داد  ته شبګير نسي

ورځ او شـپه د نابينا لپاره يو ده
په برښـنا د پټو سترګو تنوير نسي

تمه راکړه په تدريج انـسان غـلام کړي
د عزت څښتن هيڅکله سوالګير نسي

حال به  خپل  په اجتهاد بدلوي خلک
په پرديو  د  مثبتو  تغير نسي

تقديري کارونه پاته سي تقدير ته
ځينې کړنې د انسان په تدبير نسي

اتفاق چې پر نفاق سي وحدت  تښتي
په  کهول د خرشبون کې تأثير نسي

تحمل د عاقلانو خلکو  غواړه
تیريدنه او  بخښنه  تحقير  نسي

سوله نـه راځي په زور او په وژنو
څو چې ټوله  يو د بل دامنګير نسي

ضعيف دوست او دښمـن دواړه پيژندلي
خو  پلانونه  يې اسانه تدمير نسي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx