نظــر

د سراب په نوم دوه ورته خو عجولانه وړاندوینې

زمونږ په هېواد کې د طالبانو د اړین ظهور سره جوخت د دوی چټک پرمختګ زما په ګډون عام و خاص افغانان له یو لړ فکري او دماغي تشنجاتو سره مخ کړي وو او د هرې ورځې په تېرېدو به د بیلابیلو وړاندوینو او قضاوتونو شاهدان وو آن دا چې ځنو به خوبونه لیدل او ځنو نورو به یې تعبیرونه ورکول.
ځنو به ویل چې دا د افغانستان د تجزیې پروژه ده، ځنو به ویل چې دا یوه بیړنی بلا ده چې د زوال چټکتیا به یی د ظهور له چټکتیا سره یو شان وي، ځنو به ویل چې دا د مجاهدینو په وړاندې د وحشي کمونستو فوځي منصبدارانو څخه جوړ یو غربي دسیسه ده چې هدف یې یوازې د هغو خلکو له صحنې څخه ایستل دي چې د روسانو په مقابل کې یې جهاد کړی دی چا به د بابر او چا هم د بې نظیرې پروژه یادول .
هو یادې او داسې نورې ټولې وړاندوینې په خپل وخت کې د یو لړ جانبي شرایطو او ملحوظاتو له مخې خپل خپل توجیهات درلودل چې ضعف او قوت، کذب او صحت ته یې یوازې وخت او د طالبانو عملکرد، ځمکني پرمختګ او موققګیریو ځواب ویلای شوای.
له ورته وړاندوینو سره سره حقیقت دا وو چې د اشغالګرو وحشي روسانو له مفتضحانه ماتې او وتلو څخه وروسته چې افغان وولس د جهادي رهبرانو د خودخواهی په نتیجه کې د کورنیو جګړو او وحشتناکې ملوک الطوایفي څخه تر پوزو راغلی وو او د صبر کاسې یې لبریزه وې، د طالبانو د ظهور او همدارنګه د هغوی د چټک پرمختګ یو له اساسي عواملو څخه وو.
لکه څنګه چې له مسمی څخه ښکاري وړاندوینه د شک او تردید اظهار ته ویلی شي چې محتمل صحت یا کذب یې په ترتیب سره د انسان په جامع یا ناقصو معلوماتو، معنوي یا مادي ګټو، صراحت یا مصلحت، شامل یا خودخواه قضاوت، په خپلواکو یا مغرضو منابعو استناد،،،،،،، او داسې نورو،،، اساساتو باندې ولاړ فکري او تحلیلي ځواک پورې تړلي دي.
د پورته وضاحت له مخې مونږ او تاسو کله هم داسې څوک نشو موندلای چې په خپله وړاندوینه باندې پوره ډاډه او باوري وي دا ځکه چې د وړاندیونې څښتن تر بل هر چا نه مخکې د خپلې وړاندوینې په رڼا کې حالات تر دقیقې څارنې لاندې نیسي او که اړینه وي خپله وړاندوینه بیرته اخلي یا یی له شرایطو سره سمه تصحیح کوي او د عدم صحت په صورت کې تر ټولو د مخه پرې خپله د بطلان کرښه راکاږي تر څو چې کم تر کمه د نورو له نیوکو خلاصی ومومي.
د “پټې توطيې او بربنډې څېرې” کتاب له نوم سره چې د ښاغلي حکمتیار صیب اثر دی، مونږ او تاسو ټول اشنایي لرو، په یاد کتاب کې حکمتیار صیب د طالبانو په هکله په یو لړ داسې بیړنیو او عجولانه وړاندیونو لاس پورې کړې دی چې اوس خو څه چې آن د کتاب له کمپوز او چاپ سره هم مهال ناسمې ثابتې شوې او د ناسف ځای هم دا دی چې تر ننه یې زمونږ د تمې خلاف د خپلو وړاندوینو د عدم صحت په نتیجه کې د طالبانو اړوند خدای خبر د کومې وجهې له مخې تجدید نظر او بیا کتنې ته زړ ښه نه کړ .
دا چې پورته خبرې ټولې ښکاره او زړې دي نو په اوږدولو یې د درنو لوستونکو سرونه نه خوږوم او اصل مطلب ته راګرځم
په تاند پښتو برېښنا پاڼه کې مې د “داعش اسلامي خلافت که سراب؟” تر سرلیک لاندې د ښاغلي قریب الرحمن سعید یوه اوږده لیکنه تر سترګو شوه چې د سرلیک له مخې یئ که هر څو هم د اخوان المسلمین د رسمي اظهار بیان څخه محض (ړوند) تقلید کړی خو لیکنې محتویات یې سر او پښې ټولو په غربي سرچینو تکیه کړې ده.
د داعش نوم د منځني ختیڅ او عراق اړوند د رسنیو او ټولنیزو شبکو تر ټولو توده مسله ده چې تر اوسه پورې یې په اړه یواځې متخاصم لوري رسمي قضاوتونه کوي او عام خلک د سکوت په دود یوازې د وخت انتظار باسي تر څو د داعش اصلي انځور ورته ښکاره شي په هر حال زمونږ افغانانو لپاره به له وخته ډیره مخکې او نامناسبه وي چې په دې اړه بیړنی او عجولانه قضاوت وکړو په داسې حال کې چې مونږ تر عراق او منځني ختیځ څو چنده ډېرې موجودې او په مخکې پرتې ستونزې او چیلنجونه لرو.
خبره د ښاغلي سعید صیب تر لیکنې یاده شوه، ما چې د خلکو له خولې داعش ته منسوبې هغه څرګندونې تر غوږونو شوې چې له مخې یې د سیمې محکومو مسلمانانو ته د دوی تر واک لاندې سیمو ته د هجرت کولو بلنه ورکړې وه، نو په ذهن کې مې تر ټولو لومړی د مصري اخوانیانو محکوم حالت په فکر کې خطور وکړ او داسې مې وانګیرله چې د داعش مطلب به احتمالا د عسکر په لاس ځپلي او محکوم اخوانیان وي او دا شک می هم د یقین پولو ته په نږدې کیدو وو چې د داعش په لاسته راوړنو کې به کیدای شي ځپلي اخوانیان اساسي ونډه لري خو د تمې خلاف اخوان المسلمین هم د ورپېښو ستونزو په اوج کې خدای خبر د کوم مجبوریت او اړتیا له مخې د اسلامي دولت د ځواکونو په اړه له وخته مخکې عجولانه رسمي بیان ورکړ او هغوی یې چورلټ رد او نفی کړل.
د اخوان له رسمي اظهار ډېر وروسته د مصر حاکم ولسمشر هم د اسلامي دولت په اړه یو لړ رسمي ځرګندونې وکړې او هغوی یې د عراق د ویش او تجزیې یوه دسیسه یاده کړه.
د ګیلې ځای خو شیعه نور المالکي دی چې د اخوان موقفګیري یې هېره خو د ښاغلي عبدالفناح سیسي د موقفګیری ستاینه یې وکړه او هغوی یی د عراق او عراقي وولس خواخوږی یاد کړ.
دا به وخت ثابته کړي چې د اسلامي دولت ظهور به تر څومره پورې د طالبانو ظهور ته ورته وي سره له دې چې د سیمې د متخاصمو لوریو له خوا به ضرور د یو بل پر وړاندې سوق او کارول کیژي لکه څنګه چې د کابل تر څنډو پورې د سولې قرباني کوترې (سپین کڼاخ) ترې ګټه پورته کړه او حکمتیار صیب یی د مهترلام بابا درګاه ته کښېناوه خو یو ټکی د لمر په شان واضح دی چې په عراق کې د تیرو کلونو په اوږدو کې د نورالمالکي په مشری ایرانپال او د غرب د لاسپوڅي حکومت توکمنپال سیاست او وحشت د داعش تر نامه لاندې د عراقي لبریزه وولس د شامل پاځون او چټک پرمختګ تر ټولو اساسي عامل دی چې کله هم د اخوان المسلمین او ښاغلي سعید صیب داعیه او مصالح نه چلینجوي، نو پس دوی ته خیر ؟ صبر! او زما په نظر ساړه خوړل په کار دي.

لیکوال: عادل عادل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نصرت

ماشاالله ،د ملا صیب په مریدانو کی دومره بصیرت ؟!!! ښه دی دا د طالبانو په شان اسلامي خلافت ته به تاسی کله د بیعت او ملاتړ تعهد وړاندی کوی ، د هجرت اعلان مو یواځی اوریدلی که دا اعلان مو هم اوریدلی چی ټول اسلامي او جهادی تحریکونه دی ورسره بیعت وکوی ، نور دی په مسلمانانو د پيريانو نظام نه چلوی او د نرانو په شان دی د میړنو امیرانو بیعت ومنی ، تش په نشت نومونو دی د خلکو څخه بیعتونه نه اخلی او د حقیقی امیر المومنین لپاره دی د بیعت اغلان وکوی

عادل عادل

ښاغلی نصرت صیب السلام علیکم مننه چې زما په لیکنه مو تبصره کړې ده،،،، د مسلمان صفت دادی چې تر بل مسلمان ورور به ځان غوره نه ګڼي،،، که خدای ج غوښتي وي چې د اسلامي دولت ځواکونه د خپل حکم د قیام جوګه کړي،، نو فکر نه کوم چې اسلامي امارت به یی له بیعت څخه انکار وکړي،،، ځکه د دوی هدف ستاسو د چشمدید له مخې خودخواهي نه بلکه د خدای ج د حکم قایمول دي،،، نو پس ولې به ترې انکار کوي. زما په نظر دا چې اسلامي دولت د اسلامي امارت او یا برعکس اسلامي امارت… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x